ولسي جرګه: حکومت دې تیرې ټاکنې منحل کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۸)

د ولسي جرګې عدالت غوښتنې ډلې پر حکومت غږ کړی چې تیرې پارلماني ټاکنې په یو مخیز ډول منحل او د جمهوري ریاست له ټاکنو سره یوځای یې ترسره کړي.

د ولسي جرګې لومړی منشي عرفان الله عرفان نن یوې ناستې ته وویل، پراخې درغلۍ او د کمیشنرانو لرې کول دا ښیي چې په ترسره شویو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.
دغې ناستې ته یوه وکیل وویل، کره اسناد لري چې د ولسي جرګې د وکالت لپاره آن تر ۱۸ لکه ډالر هم ورکول شوي دي.
وکیلانو وویل، کله چې کمیشنران غله او بډې اخیستلو کې رسما تورن او څارنوالۍ یې په هکله پریکړه کوي، نو د هغو انتخاباتو مشروعیت به څه پاتې شي چې د همدوی تر سیوري لاندې ترسره شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close