ولسي جرګه: حکومت دې نور نفاق ته لمن نه وهي او یوه ملي ناسته دې جوړه کړي

حشمت غني ویلي، په ارګ کې دننه له ټولو صلاحیتونو برخمنه یوه کړۍ ده چې په راس کې یې پخوانی کمونست مشر حنیف اتمر قرار لري. غني زیاتوي، اتمر په مختلفو مجلسونو کې کله پخوانی کمونست،کله غربي سیکولر او کله هم نورو ګوندونو ته ځان وفادار معرفي کوي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱)

د ولسي جرګې غړو په ننۍ ناسته کې پر حکومت غږ وکړ چې نور دې د قومونو تر منځ اختلاف ته لمن نه وهي او د واک د بقا له پاره دې خپل سیاسي مخالفین نه تبعید کوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وویل، د افغانستان جګړه هیڅ قومي بڼه نلري، طالب د قوم پر اساس له چا سره جګړه نه ده پیل کړې، خو په ارګ کې یوه ځانګړې کړۍ هڅه کوي چې دا جګړه د قومیت پر لور وڅرخوي.

همایون وویل، “شرم دی ولسمشر خپل مرستیال د بهرنیانو په مستقیمه مداخله د یوکال لپاره له هیواده شړي، پرون یې بیا په زاریو راوست او د ښه راغلاست فوق العاده مراسم یې ورته ونیول“
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي پر حکومت غږ وکړ چې د دوستم له راتګ سره سم، ټولې تیت او پرک مخالف ګوندونه او څیرې راټولې او د سرتاسري انسجام په موخه دې یوه ملي ناسته جوړه کړي.
بل پلو د ولسمشر غني ورور حشمت غني له یوې رسنۍ سره په خبرو کې په ارګ کې د نفاق اچوونکې کړۍ راز افشا کړی.

حشمت غني ویلي، په ارګ کې دننه له ټولو صلاحیتونو برخمنه یوه کړۍ ده چې په راس کې یې پخوانی کمونست مشر حنیف اتمر قرار لري.
غني زیاتوي، اتمر په مختلفو مجلسونو کې کله پخوانی کمونست،کله غربي سیکولر او کله هم نورو ګوندونو ته ځان وفادار معرفي کوي.
د غني په خبره، حنیف اتمر له یوې خوا غواړي د بهرنیانو په غوښتنه د قومونو ترمنځ تربګنیو او قومي شخړو ته لمن ووهي او ترڅنګ یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د بهرنیانو په ملاتړ ځان د یوه مطرح نوماند په توګه راڅرګند کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close