ولسي جرګه د امنیتي تړون په هکله داځل د استجواب لپاره امریکایان ور غواړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۴)

د ولسي جرګې وکیلانو په ننۍ ناسته کې پریکړه کړې چې د روان امنیتي وضعیت په هکله به دا ځل امریکایي چارواکي استجوابوي.
که څه هم په تیر کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د حکومت د امنیتي ادارو مسوولان استجواب کړي وو ، خو دا ځل غواړی د دې ټولو ناخوالو اصلي عاملین چې امریکایان دي، د وضاحت لپاره ور وغواړي.

وکیلان وایي امریکا ورسره د امنیت رواستلو د ملکیانو د ژوند ژغورلو او په افغانستان کې د سولې د راتګ ژمنه کړې وه، خو د اټکل خلاف نه یواځې دغه ژمنې پوره نه شوې بلکې یاد تړون افغانانو ته بیساري ځاني او مالي زیانونه واړول ، د افغانانو تر منځ وحشت خپور او په هوایي بریدونو او شپنیو چاپو کې ملکي مرګ ژوبله بحراني کچې ته رسیدلې.

وکیلان زیاتوي، دغه تړون یواځې د امریکایانو په ګټه تمام شوی او افغانانو ته یې هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده.
دوی وایی چې راتلونکې اونۍ کې د دې موضوعاتو د لاروښانولو په خاطر د امریکایي سفارت چارواکي د حرګې تالار ته ور وبولي.

نن د ولسي جرګې غړو په څو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو وروستي هوایي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې د بهرنیو ځواکونو د روانو خپلسریو مخه ونیسي.
وکیلانو وویل؛ چارواکو ته په کار ده، چې نور په دې اړه خپل غږ اوچت کړي او په وینا یې چې حکومت دې د غلامۍ له ګردابه نور ځان را بهر کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close