ولسي جرګه: د سلب صلاحيت شويو وزيرانو د کار دوام قانوني اعتبار نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) الماس خدرخیل

د افغانستان ولسي جرګه وايي، چې د سلب اعتماد شويو وزيرانو د کار دوام او اجراءت غير قانوني دی او هيڅ اعتبار نه لري.

دوی په نننۍ غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د سلب اعتماد شويو وزيرانو پر ځای نوي کانديدان ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهي وويل: “د سلب اعتماد شوېو وزیرانو د کار دوام قطعآ له قانون سره په مخالفت کې دی، سرپرستي خپل وخت لري کوم کسان چې د ولسي جرګې له خوا سلب اعتماد شوي دوې نه شي کولای چې په خپلو دندو کې پاتې شي.”

د نوموړي په وينا د وزيرانو د استيضاح کولو پرېکړه له حکومت سره د دښمنۍ په معنا نه وه، بلکې دا د دوی قانوني حق و.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې د افغانستان ولسي جرګې ۱۶ تنه هغه وزيران استيضاح کړل، چې کلنۍ بوديجه يې کمه مصرف کړې وه، چې د هغې له ډلې يې ۷ وزيران سلب صلاحيت کړل.

د يادونې ده، چې افغان ولسمشر اشرف غني د سلب صلاحيت شويو وزيرانو موضوع د څېړلو لپاره سترې محکمې ته استولې وه، خو هغوی لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې دمه ټول سلب صلاحيت کړل شوي وزيران خپلو دندو ته ادامه ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close