ولسي جرګه: د سولې پټې خبرې د منلو وړ نه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲) د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهيمي وايي، د سولې پروسه بايد شفافه، ښکاره او په دې تړاو خبرې بايد د جرګې غړو ته روښانه وي.

ابراهيمي د جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، سوله د ټول افغانستان د خلکو غوښتنه ده او په هغه صورت کې چې د سولې په تړاو خبرې پټې وي او خلکو سره يې جزيات نه وي شريک شوي دوی ته د منلو وړ نه ده.

د ابراهيمي په خبره، د سولې عالي شورا مسئولين به د جرګې تالات ته ور وغواړي او د سولې په اړه به ترې پوښتنې وشي چې سوله تر کوم ځايه رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبير اوچقون ويلي، قوي احتمال شته چې په نږدې وخت کې د امريکا، طالبانو او دولت تر منځ درې د سولې په تړاو درې اړخيز مذکرات پيل شي.

څو ورځې مخکې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګل اغا شيرزي هم ويلي و چې د يوې جرګې له لارې يې طالبانو سره تماسونه نيولي دي.

خو وړمه د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د سولې اړوند خبرو په د چارواکو ادعاوې رد کړې او په يوې خبرپاڼه کې يې وويل: “د خبرو او مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ خورا ښکاره دی او وخت په وخت د رسنیو له لارې له هیوادوالو او نړیوالو سره شریک شوی”.

طالبان وايي، د سولې او مذاکراتو په اړه يې په موقف کې تغير نه دی راغلی او نه غواړي چې ” په بې اغیزو خبرو” وخت ضایع کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close