ولسي جرګه: روانه جګړه د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې ختمولی شي،په کنفراسونو نه کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۰)

د ولسي جرګې ګڼو غړو نن په خپل امتیازي ساعت کې په سعودي کې د افغانستان په اړه د علماؤ پر روان کنفرانس خبرې وکړې.
که څه هم یو شمیر وکیلانو له غونډې حمایت کاوو او یاده غونډه یې د افغانستان د ثبات لپاره مهمه بلله، خو په عین حال کې د زیات شمیر وکیلانو ټینګار په دې و، چې روانه جګړه امریکا پیل کړې او د پای ته رسولو کیلي یې هم له هغو سره ده.
په داسې حال کې چې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له خپل اوږدمهالي حضور او له طالبانو سره په ممکنه مذاکراتو کې د بې طرفه ناظر په توګه د ګډون خبر ورکړ، د ولسي جرګې غړي وایي، د سولې په تړاو له اصلي ټکو تیریدل روانه جګړه لا پیچلې کولی شي.
وکیلانو وویل، د جدې غونډه باید جګړې پر اصلي لوري چې امریکا ده ژغ وکړي چې، له وسلوالو طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته ځان چمتو کړي.
باید وویل شي چې نن په سعودي کې د سولې په تړاو د علماؤ د غونډې دوهمه ورځ ده چې ښایي د ورځې په وروستیو شیبو کې خپل پریکړه لیک هم واوروي.
تر اوسه په یاده غونډه کې د امریکا د نظامي حضور هیڅ راز یادونه نه ده شوې او د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر مذاکراتو ټینګار شوی.
په ورته وخت کې یوه غونډه د ناټو په مقر کې هم روانه ده چې په کې به امریکا د افغان جګړې لپاره د سرتیرو د لا زیاتولو غوښتنه وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close