ولسي جرګه وايي دولت دې د کابينې پاتې غړي معرفي کړي

کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

په داسې حال کې چې د اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت د جوړېدو له کال ډېره موده تېره شوه، خو ولسمشر اشرف غني او عبد الله عبد الله تر اوسه د کابينې د ټولو غړو په معرفي کولو نه دي توانېدلي.

د افغانستان ولسي جرګې له ولسمشر غني غوښتي دي، چې ژر تر ژره دې په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ لانجې ختمې کړي او د کابينې پاتې غړي دې هم معرفي کړي.

د دې جرګې مشر عبد الرؤوف ابراهيمي تېره ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې له ولسمشره وغوښتل، چې د سترې محکمې، د اساسي قانون پر تطبيق د څار د کميسيون مشر، دفاع وزير، لوی څارنوال او د سرې مياشتې عمومي رئيس دې ژر تر ژره معرفي کړي، څو ولسي جرګه د تاييد رايه ورکړي.

د غني او عبد الله په پلويانو کې ډېر يې وايي، چې دواړه لوري لا هم د دغو کسانو د ټاکلو پر سر ژور اختلافات لري او کله خو خبره دې ته ورسي، چې د موقت حکومت د جوړېدو خبره راپورته شي.

ولسي جرګې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان امنيتي وضعيت ورځ له بلې بدترېږي او وسله وال مخالفين توانېدلي، چې په ګڼو ولايتونو کې له دولته پراخه سيمې ونيسي.

ياده دې وي، چې ولسمشر غني دفاع وزارت ته له دې وړاندې معصوم ستانکزی معرفي کړ، خو د ولسي جرګې وکيلانو نوموړي ته د باور رايه ورنه کړه او هغه اوسمهال د دې وزارت د سرپرست په توګه دنده پر مخ وړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close