ولسي جرګه وايي ۱۳۶ ولسوالۍ له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي

کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د افغانستان ولسي جرګې د هېواد بد امنيتي حالت ته په کتو ويلی دي، چې د ۲۵ ولايتو ۱۳۶ ولسوالۍ له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي.

ولسي جرګې په خپلو څرګندونو کې زياته کړې ده، چې ځنې لوړرتبه امنيتي چارواکي د نا اراميو په ډېرښت او د وسله والو فعاليتونو ته په زمينه سازۍ کې لاس لري، خو دغې جرګې کوم معین چارواکی نه دی ښودلی.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي مولوي عبد الرحمن رحماني وويل، وضعه ورځ له بلې خرابېږي، په دغه حال کې د افغانستان راتلونکې راته توره ښکاري.

نوموړي د دغه حالت د رامنځته کېدو پړه د هغو امنيتي چارواکو پر غاړه واچوله چې په هېواد حاکم دي.

د هغه په وينا چې امنيت نه وي، زموږ څه ګټه ده؟

رحماني زياته کړه، چې د  اردو يو شمېر قوماندانان او نور لوړرتبه حکومتي کسان نا امنيو ته لار هواروي.

د غزني د خلکو استازي علي اکبر قاسمي وويل، په دې ولايت کې د نا اراميو زور دې حد ته رسېدلی، چې يوازې په غزني کې هره ورځ ۱۰ پوليس وژل کېږي.

د پروان د خلکو استازې ذکيه سنګين هم په دې ولايت کې د نا امنيو او له غير مسؤولو وسله والو سر وټکاوه.

د بادغيس او باميانو د خلکو استازو په خپلو ولايتو کې د خرابې امنيتي وضعې څرګندونه وکړه او په دې اړه يې خپلې اندېښنې وښودې.

ټاکل شوې وه، چې د ۱۷ نورو ولايتونو استازي هم د خپلو ولايتونو د امنيتي حالت په اړه راپورونه شريک کړي، خو د هغوی په وينا دې کار ته لا تيار نه دي.

دا راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي، چې د هېواد دفاع وزارت لا اوس هم د يوه سرپرست له لوري اداره کېږي او د ګډ حکومت مشران لا هم د نوي دفاع وزير د ټاکلو پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close