ولسي جرګې د دريو استيضاح شويو وزيرانو يو سلب صلاحيت کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۴) الماس خدرخېل

ويل کېږي، نن د ولسي جرګې په تالار کې دريوو وزيرانو ته په نننۍ غونډه کې د لوړو زده کړو، ښارجوړونې او عدلیې وزیرانو ته د اعتماد رایې د ورکولو یا نه ورکولو لپاره صندقونه کېښودل شول.

په دغه غونډه کې د افغانستان ولسي جرګې د ښار جوړونې او عدلیې وزیرانو ته په غیاب کې د باور رایه ورکړه خو د لوړو زده کړو وزیره یې سلب صلاحیت کړه.

په یاده غونډه کې د ولسي جرګې ۲۰۲ وکيلانو رايې وکارولې، چې د ښارجوړونې وزیر سید سادات منصور نادري د ۵۹ رد رایو په وړاندې ۱۳۵ د تایید رایې ترلاسه کړې. د عدلیې وزیر عبدالبصیر نور د ټولو له خوا د تائيد رايې ترلاسه کړې.

همداراز د لوړو زده کړو وزیرې فریده مومند ۱۳۱ رد او  ۶۳ د تائيد رایې ترلاسه کړې چې د کمو رايو په ترلاسه کولوسلب صلاحیت شوه.

د جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي له ولسمشر نه غوښتنه کړې، چې ياد وزارت ته نوی کس ورمعرفي کړي.

بايد وويل شي، چې ولسي جرګې په تېرو درې ورځو کې ۶ وزيران سلب اعتماد کړي او له دندو يې ګوښه کړه.

دوه ورځې وړاندې یې د بهرنیو چارو، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران او پرون یې د پوهنې او ترانسپورت وزیران په غیاب کې سلب اعتماد کړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close