ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودیجې طرحه رد کړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی

نن په کابل کې ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودیجې طرحه د ولایتونو ترمنځ د توازن نه ساتلو او د پروژونیشتوالي له امله رد کړه.

د ۱۳۹۶ کال مالي طرحه د لیندۍ په اوومه نیټه د مشرانو جرګې تائيد او وروسته د مالیې وزیر لخوا ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستول شوه.

مشرانو جرګې هم ویلي وو، چې په مالي طرحه کې د ولایتونو تر منځ توازن په پام کې نه دی نیول شوی، خو د ماليې وزیر اکلیل حکیمي ویلي وو، چې د مالي بودیجې طرحه د مالي سرچينو او لومړيتوبونو ته په پام سره ترتیب شوې ده.

د مالیې وزیر اکليل حکيمي ویلي وو، چې د ۱۳۹۶لمريز مالي کال بوديجه ۴۶۶ميليارده افغانۍ ده، چې ۲۸۰ميليارد افغانۍ یې عادي او ۱۷۸ميلیارد افغانۍ یې پراختيايي بوديجه ده چې ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

د مالیې وزیر په وینا، په دې پشنهاد شوې طرحه کې امنیت ته ۳۶ سلنه، بنسټيزو چارو ته ۲۱ سلنه، پوهنې ته ۱۳ سلنه او کرنې ته ۶ سلنه پیسې ځانګړې شوي دي.

ولسي جرګې نن د راتلونکې مالي کال د بودیجې د تائيد او رد په اړه رایې ورکړې، چې په ولسي جرګه کې د ۱۲۳ حاضرو غړیو څخه یې یادې بودیجې ته ۱۱۷ غړیو د رد رایې او ۶ غړیو د تائيد رایې ورکړې.

په ولسي جرګه کې د مالي بودیجې د کمیسیون رئيس امیر خان وویل، چې په دې مالي طرحه کې د ولایتونو ترمنځ توازن په پام کې نه دی نیول شوی او په دې سربیره لږ پرمختللو ولایتونو ته نه پاملرنه او د عایداتي پروژو نیشتوالی او داسې نور مشکلات لکه د راتلونکي مالي کال د ټيټ عاید وړاندوینه، د بودیجې د مصرف سم اومناسب میکانیزم نیشتوالی، په بودیجه کې پوهنې ته نه پاملرنه او همدارنګه د ښځو په اړه د مالي کال په بودیجه کې ستونزې شته دی.

د هیواد د اساسي قانون د ۹۸ یمې مادې له مخې د مالي کال د بودیجې طرحه لومړی دمشرانو جرګه تائید او وروسته ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close