ولسي جرګې د پوهنتون لپاره ((دانشګاه)) او پوهنځي لپاره ((دانشکده)) تایید کړل

ګابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت

د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې د نظامي زده کړو د قانون پر درېیمې مادې له اوږده جنجاله وروسته وکیلانو ومنله چې باید دا دواړه اصطلاحات یوازې په نظامي لوړو زده کړو کې وکارول شي.

ولسي جرګې د لوړو زده کړو نظامي موسساتو لپاره د پوهنتون او پوهنځي تر څنګ  دانشګاه او  دانشکده رسماً تاييد کړي.

پوهنتون، پوهنځی او دې ورته نور هغه اصطلاحات چې لسګونه کاله عمر يې وهلی، ملي اصطلاحات بلل کېږي او په کومه خاصه ژبه پورې نه تړل کېږي.

د ګډ حکومت په لومړیو کې د پوهنتون لپاره د «دانشګاه» او پوهنځي لپاره د « دانشکدې» استعمال توند غبرګونونه را وپارول او پرلپسې لاريونونه وشول.

د ولسې جرګې د ارضي تمامیت او دفاعي چارو د کمیسیون غړې نیلوفر ابراهیمي د ولسې جرګې له لوري د يادو کلیمو تاييد یږخ هوښیاره پرېکړه بولي او وايي چې وړاندې تر دې له دې کلیمو سره ځینې مخالفتونه کېدل.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکي فیض محمد ځلاند ویلي چې دا د ګډ حکومت له لوري پر ملي اصطلاحاتو او اساسي قانون وروستی مېخ دی.

هغه پر دفاع وزارت غږ کړی: ((د دفاع وزارت یې له پوهنتون او دانشګاه سره څه؟ ؟ که د وطن غم درسره وې په وزارت کې د غلا، فساد، چور، نسل وژني سره مبارزه وکړه))

د یادونې وړ ده،چې مخکې کلونو کې هم ددې ملي کلیمو د بدلون طرحه وړاندې شوې وه، چې د محصلینو د کلک غبرګون او مظاهرو سره مخ شوه.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي بیا وايي چې دا طرحه د ولسي جرګې د دفاع چارو کمیسیون له لوري پخپل سر او د لږو وکیلانو په موجودیت کې ولسي جرګې ته وړاندې شوی او تایید شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close