ولسي جرګې د ګډ حکومت د مشر بل فرمان هم ناسم وباله

کابل ټکی کام ۱۰عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

ولسي جرګې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني هغه څلورم فرمان هم ناسم بللی او رد کړی دی، چې د دې جرګې د رخصتۍ پر مهال یې صادر کړی و.

دغه فرمان، چې د بوديجې د خپلواک واحد په توګه د ملي اقتصاد د مشاورت دفتر رامنځته کېدل و، تېره ورځ د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون د مرستيال شير ولي وردګ له لوري جرګې ته وړاندې شو او جرګې رد کړ.

په دې فرمان کې ويل شوي و، چې په ياده اداره کې به ۶۰ تنه کار کوونکي کار کوي.

د جرګې ډېرو غړو د ولسمشر دغه فرمان د قانون خلاف بللی دی او ويلي يې دي، چې ولسمشر د داسې ادارو د رامنځته کولو فرمانونه ورکوي، چې هيڅ اړتيا یې نه شته.

د ولسمشر دغه فرمان د جرګې د ۱۲۵ غړو له منځه يوازې لسو تنو تاييد کړی دی او پاتې نورو ټولو رد کړی دی.

د ولسي جرګې غړې جنرال نظيفې وويل، په داسې حال کې چې په هېواد کې زرګونه داسې ځوانان شتون لري، چې د کار وړتيا لري، خو بې سوده خلک پر لوړو معاشونو پر دندو ګومارل شوي او روزل شوي ځوانان خوشې ګرځي.

د هغې په وينا ولسمشر د ځنو خلکو د خوښ ساتلو لپاره نوې ادرې رامنځته کوي.

د ولسي جرګې بل غړي قاضي نذير احمد حنفي هم وويل، چې ولسي جرګه دې حکومت ته اجازه نه ورکوي، څو موازي او نه اړينې ادارې جوړې کړي.

ياده دې وي، چې ولسي جرګې له دې وړاندې هم د تلې په ۲۹مه او ۲۲مه نېټو د ولسمشر درې نور فرمانونه رد کړي وو، چې پر عوايدو د مالياتو قانون د ځينو موادو تعديل، د ګمرکونو قانون او پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنه ايښودل شوي محصول په اړه وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close