ولسي جرګې غړی: د پارلمان چوکۍ په ۵۰ زره ډالره پلورل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

د افغانستان په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازو محمد موسی جناب وايي، چې ولسي جرګې لپاره نوماند وکيلان او د ټاکنو کمېسيون ځينې غړو تر منځ د پارلمان د چوکيو پر سر سودا روانه ده.

د جناب په وينا، د پارلمان چوکۍ په څلوېښت او پنځوس زره ډالرو پلورل کېږي زياتوي چې د ټاکنو کمېسيون ځينې غړي نوماندانانو سره داسې سودا کوي چې پيسې به د کابل صرافانو مارکيټ (سرای شهزاده) کې کېښودل کېږي او هرکله چې دی ولسي جرګې ته کامياب کړي نو له هغې وروسته به د کمېسيون غړي ته پيسې سپاري.

نوموړي دغه څرګندونې تيره ورځ  د ولسي جرګې په تالار کې وکړې زياته يې کړه چې ځينو نوماندانو د ټاکنو کمېسيون سره پارلمان ته د تلو پر سر معامله کړې ده.

هغه وويل، تر دې مخکې يې دغسې اوازې اورېدلې وې خو بارو مې پرې نه کولو زياتوي چې اوس راسره په دې اړه کافي اسناد وجود لري.

د ولسي جرګې غړی موسی جناب وايي، که د انتخاباتو پايلې دا شی وي نو راتلونکی پارلمان به له دې هم بدتر او ناکامه وي.

که څه هم د انتخاباتو کمېسيون وايي، چې دغه ډول کسان د دوی نمایندګان نه دي او نوماندان دې پرې باور نه کوي خو تر دې مخکې د انتخاباتي ټاکنو پر مهال د درغلۍ لسګونه پېښې ثبت شوي چې د خلکو په وينا يې زورواکو نوماندانو د رايو صندقونه خپلو ځانونو ته په زور ډک کړي او يو شمير کسانو رايې په پیسو اخيستي دي.

ټاکل شوې وه چې د لړم مياشتې په نوولسمه نيټه د ولسي جرګې ټاکنې اعلان شي خو د ټاکنو کمېسيون وايي د ځينو ستونزو له امله يې د ولسي جرګې د ټاکنو پايلې د ليندۍ مياشتې تر دوهمې نيټې ځنډولي زياتوي چې د کابل ولايت د استازو پايلې به د همدې مياشتې په لسمه نيټه اعلانيږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close