ولسي جرګې له درې وزيرانو صلاحيتونه واخيستل

کابل ټکی کام (۳۱۹۵ لړم ۲۲) الماس خدرخېل

نن د افغانستان ولسي جرګې د افغان کابینې دری وزیران سلب صلاحیت کړل.

په يادو وزيرانو کې د فوائد عامې وزیر محمود بليغ، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل شامل دي.

ویل کیږي چې استیضاح شوي وزيران د بودیجې د نه مصرفولو او د کاري وړتيا د نه لرلو له امله له دندو لیرې شوي دي.

د ولسي جرګې په ياده غونډه کې صلاح الدين رباني د ۱۴۴ رد رايو، محمود بليغ د ۱۶۴ رد رايو او د ټولنيزو چارو وزيره د ۱۶۴ رد رايو په ترلاسه کولو سره سلب صلاحيت اعلان شول.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي له افغان حکومت څخه غوښتي چې د يادو وزراتونو لپاره نور کسان ورمعرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جولاي د میاشتې  په شلمه نېټه افغان ولسمشر ولسي جرګې ته سپارښتنه کړې وه چې له هغو وزیرانو د باور رایه واخلي چې نه دي توانېدلي لږ تر لږه اتیا په سلو کې پرمختیایي بوديجه مصرف کړي.

بايد وويل شي، چې له ډېرو خبرو او بحثونو وروسته ولسي جرګې د کال منځنۍ بوديجه چې څلورسوه پنځوس اعشاریه پنځه میلیارده افغانۍ ده، د رایو په اکثریت تصویب کړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close