ولسي جرګې ټاکنې: د پنځو ولايتونو د مخکښو نوماندانو پايلې اعلان شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پنځو ولايتونو د ولسي جرګې لپاره د مخکښو نوماندانو پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد پرون ناوخته خبريالانو ته د کونړ، سرپل، سمنګانو، ميدان وردګ او نورستان ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د صياد په وينا، له کونړ څخه جاويد صافی، مولوي شهزاده شاهد، نعمت الله کرياب او وږمه ساپۍ مخکښ نوماندان دي.

همدارانګه له سرپل ولايت څخه ډاکټر اسدالله، سید محمد محسن، محمد اکبر سلطان زاده، حميدالله بېګ او عزيزي جليس بريالي شوي دي.

نوموړی زياتوي، په سمنګانو ولايت کې مخدوم ابدالله محمدي، حيات الله سمنګاني، ضياءالدين ضياء او محبوبه رحمت زياتې رايې ترلاسه کړي دي.

دغه راز له ميدان وردګو ولايت څخه عبدالاحمد دراني، عبدالرحمن وردګ، محمد مهدي راسخ، حليمه عسکري او انجينير حميده اکبري تر ټولو مخکې دي او په نورستان کې عبيدالله نورستاني او ډاکټر زاهدي فيضان تر ټولو زياتې رايې اخيستې دي.

په پام كې وه د ټاکنيز مهالوېش له مخې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې د لړم مياشتې په ۱۹مه نېټه اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۳۲ ولايتونو د ټاكنو د پايلو اعلان د ليندۍ مياشتې دوهمې نېټې ته وځنډاوه او ټاکل شوې وه چې د ليندۍ په لسمه د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي خو ددغه کمېسيون له خوا وړمه ورځ يوځل بيا د کابل ولايت د ولسي جرګې د ټاکنو پايلې وځنډول شوې چې په وينا يې اساسي مشکل يې د نوماندانو زياتوالی ښودل شوی دی.

د ټاکنو کمېسيون وياند حق پرست وايي، د کمېسيون هڅه دا ده چې د روانې هفتې تر پايه د ټولو ولايتونو د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنۍ پايلې اعلان شي.

خو د عادلانه ټاکنو د څار ادارې مشر يوسف رشيد وايي، ځکه د ټاکنو پايلې ځنډول کېږي چې په دغه کميسيون کې د کاري ظرفيت کموالی موجود دی او دا کار به د ولسمشرۍ پر ټاکنو هم منفي اغيز وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close