ولسي جرګې ټاکنې: د کابل ټولې رايې باطلې اعلان شوې، د ټاکنو کمېسيون د يوه مسوول د نيولو پريکړه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۵)

د افغانستان د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون وياند علي رضا روحاني وايي، د ولسي جرګې لپاره د کابل ټولې رايې باطلې دي.

د روحاني په وينا، کمېسيون به په دغه ولايت کې د ۱۸۲ مرکزونو رايې بيا شمېرې په خبره يې د کابل ولايت د تيرو ټاکنو د رايو د باطلولو غوښتنه د ټاکنيزو شکايتونو له خوا مطرح شوې ده.

نوموړی وايي، د کابل ولايت لپاره د ټاکنو کمېسيون د ساحوي عملياتو د مشر عبيدالله نيازی د نيولو پريکړه هم شوې ده.

د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون همدارنګه کابل کې له دندو د ځینو ټاکنیزو چارواکو د لیرې کېدو او نغدي جریمه کولو خبر هم ورکړی دی.

تر دې مخکې ويل کېدل چې د ميدان وردګو او کابل ولايتونو ټاکنې باطلې اعلان او په دغه ولايتونو کې به بيا ځلې ټاکنې وشي خو تر اوسه د میدان وردګو په اړه د ياد کمېسيون مسوولينو څه نه دي ويلي.

د شکاياتو کمېسيون ويلي و چې په يادو دواړو ولايتونو کې تر حده زياتې درغلۍ شوي دي.

د افغانستان پارلماني ټاکنې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۸ او ۲۹مه وشوې.

د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې د ټاکنو په دوو ورځو کې له يوولس زره زيات شکايتونه دغې کمېسيون ته رسېدلي چې ډيری يې په ټاکنو کې د درغلۍ او لاسوهنې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close