ولس بايد د امريکا ظالمو ګوډاګيانو ته سزا ورکړي

 تميم توفيق

نه پوهيږو چې کابل کې ناست افغان نما څيرې د څنګه ميندو په شودو رالوی شوي، چې په اسلام او وطن خوابدي خو لرې خبره ده، په انسانيت يې هم رحم نه راځي، بلکې د انسانانو شکنجه کولو او وژلو ته يې ها د چا په خبره نيمه ينه نشته.
امريکايان نور په خپلو ډيپوګانو کې داسې وسلې نه لري، چې زمونږ په هيواد کې دې يې نه وي کارولې، هره وسله يې چې دلته رارسولی شوای او له استعمال څخه يې د کاميابۍ هيله لرله، په دې مظلوم هيواد او ولس يې بې توپيره کارولې ده.
نن سبا امريکايان د خپلو رنګارنګ وسلو له کارولو نااميده شوي او غواړي اوس په سياسي ډګر کې هم د کاميابۍ په هيله ځان ستړی کړي، حتی ځيني خو وايي چې له دې لارې يې هم تمه شکېدلې او اوس په دې فکر کې دي چې څنګه ځان له پخواني حيثيت سره د سريښو له دې ډنډ څخه وباسي.
مګر متأسفانه چې دلته د امريکايانو په ټانګونو سپاره راغلي خلک لا هم د وينو تويولو تږي دي او لا يې هم په دې غلبيل غلبيل هيواد او مات و ګوډ ولس زړه نه دی يخ شوی.
خبر مې ترسترګو شو چې وايي د ملي امنيت شورا له خپلو امنيتي نهادونو غوښتي چې بريدونه زيات کړي او د جنګ له لارې دې هڅه وکړي چې طالبان مات او ځان يې له بريدونو بې غمه کړي.
دلته نژدې ۱۸ کاله کيږي چې جګړه روانه ده، چې کله ګرمه او کله نرمه شي، خو په هر حالت کې يې ضربه افغان بې دفاع ولس ته ورکړې ده. هر وخت چې زمونږ بې ضميرو افغانانو د سولې له راتلو ويره حس کړې، په هيواد کې يې جګړه نوره هم ګرمه کړې ده او اوس دا دی بيا د سولې د راتګ له اوازو سره سم غواړي چې دا اور بيا تازه کړي.
دا سمه ده چې دوی به په دې جګړه کې خپلې مالي ګټې لټوي، خو د حيرانتيا ځای دا دی چې دوی ولې دومره سختدريځه او سخت زړي کينه ګر شول چې لا هم د خپلو ګټو په خاطر افغانانو ته د قهر غاښونه چيچي او لا هم غواړي چې د جګړو په اور کې هم دا وطن او هم افغانان وريت کړي.
اصل خبره دا ده چې دغه افغان نما ګوډاګيان له لويه سره لکه څنګه چې د اسلاميت له چوکاټه بهر دي، همدا رنګه د انسانيت له دائرې هم وتلي انسان نما وجودونه دي، چې د هر څه په نسبت ورته خپل ګوډاګيتوب ته پايښت ورکول مهم دي، نور که له افغانستان څخه د امريکا د وسلو ازمايشګاه جوړېده، که وطنوال يې د پرديو جابرانو په بمبارونو کې ټوټه ټوټه کيدل او که يې دين د سورمخو کافرانو تر کرغيړنو بوټونو لاندې کېده، دا دوی ته د ستنې د سپم هومره ارزښت هم نه لري.
اوس نو دا خبره بالکل پر ځای ده، چې که له دې بې ضميرو او بې وجدانو ګوډاګيانو سره ورته چلند ونشي، د افغانانو کور به کله هم ښادۍ ونه ګوري. دوی چې د خپلې بې احساسۍ او غلامۍ د پايښت په خاطر له هيواد او ولس سره هر ډول ظلم کوي، بايد هماغسې ځواب ورکړل شي، يقين دی چې ايله به يې ماغزه د انسانيت، ترحم او مهربانۍ په نوم څه حس کړي.
ګنې دوی به وي او د کافرانو بمبارونه او موږ ولس به د تل لپاره د دوی د هوسونو او نه ختميدونکو غوښتنو ښکار، لولپه، دربده او د غميزو کوربانه يو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close