ولس به جعلي پارلمان ګز او ميدان کړي؟

تبصره

د جعلي حکومت د ټاکنو جعلي کميسيون د رايو په مرکزنو کې د ولس د کم شمير برخې اخستنې له امله انتخابات يوه ورځ نور هم اوږده کړل، خو په ٢٣ ولاياتو کې چې د ټاکنيز بهير څخه د ټاکنو کميسيون او چارواکي نا اميده شول، د زورواکو زور يې د رايو اچونو په مرکزنو کې حس کړ، د جعلکارۍ بازار يې سوړ نکړاى شو او اعتراف يې وکړ چې زورواکو او جعکارو ورته څه ستونزې را ولاړې کړې وې، ٦٠ تنه جعلکار يې ونيول او د زورواکو له زوره يې خپله بې وسي څرګنده کړه.

اشرف غني چې له ټاکنيز بهيره او په ټاکنو کې د ناسم چلند څخه نا اميده شو، خپله يې د ټاکنيز بهير پای اعلان کړ او هغه کار چې بايد د ټاکنو کميسيون ترسره کړی وای، اشرف غني سر ته ورساوه او هغه تمه چې اشرف غني له ولسه درلوده، جعکارو يې په  جعلکارۍ او زورواکو يې په زورواکۍ ځواب ووايه.

اشرف غني خو له پيله په زړه خوړلې وه، چې په ټاکنوکې به يې کمپاينران او د ټاکنو کار کوونکي سر خوري؛ نو وار له مخ يې  ورته تسليت ليکلى و، چې په خپله تلويزيوني وينا کې يې اعلان هم کړ او له هغه چا څخه يې مننه وکړه چې د ټاکنو په بهير کې پرې د مرګ ژوبلې تبې تيرې شوې.

د جعلي حکومت د جعلي پارلمان نوماندان به هم يا جعلي او يا زورواکي وي، چې په دواړو صورتونوکې ورسره ولس موافق نه دى؛ ځکه خو يې په رايې اچونه کې برخه هم وانه خستله. هغه څوک چي دوکه شوي او ورته څه تمه ورکړل شوې، هغوی به له رايي شميرنې وروسته دواړه په خپلو کړو پښيمانه وي او د رايو نه ورکوونکو د مخه به د شمير د پايلو په مخالفت په مظاهرو لاس پورې کړي.

د هغې ورځې انتظار دې هم اشرف غني وباسي چې ولس به وايي: نا اهله په زور او جعلکاري کامياب شوي نوماندان نه منو، څو ک به يې راباندې ومني دا يې ګز او دا يې ميدان.

په اصل کې ولس هوښيار او د حکومت په جوړښت کې يې جعلکاري او زورواکي ليدلې ده، خو په تياره کې ساتل شوى. يو شمير يې د نورو له جيبه تمه لري او د نورو له جيبه ېې خوري. که ولس د پوهاوي له اړخه ډاډ ترلاسه کړي، هيڅ کله به زورواکي او جعلکار په ټاکنو کې لاس ونه لري. ولس د خپل هېواد او خاورې دښمنان پيژندلي، په ټاکنوکې يې ځکه برخه وانه خسته، چې د نورو د اهدافو د سرته رسولو لپاره جعلي ټاکنې ترسره کيږي او پارلمان ته نا اهله خلک لار کوي.

څه وخت چې ولس د جعلي او زورواکو پارلمان پرخلاف راپورته شي او په مظاهرو لاس پورې کړي، بيا به پر اشرف غني غږ وکړي، چې پارلمان ته نا اهله لار موندونکي نه منو، که يې راباندې منلاى شي، دا ګز او دا يې ميدان.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close