ولس د حکومت اوربند وليد او د طالبانو به وګوري

سرليکنه

     حکومت د روژې د مبارکې مياشتې په ٢٧مه له طالبانو سره اوربند اعلان کړی دی. طالبان وايي چې موږ تېر کال په اختر کې هم جګړه نه کوله خو د جګړې د نه کولو اعلان مو نه کاوه، سږ کال هم د تېر په څېر يواځې د اختر په درې ورځو کې جګړه نه کوو څو هېوادوال مو په ارام زړه له خپلو کورنيو سره د اختر خوښۍ ولمانځي.

     د حکومت لخوا اوربند لکه څرنګه چې طالبان وايي هيڅ اثر یې پرې ونه کړ او نه یې ورته په هو ځواب ووايه، بلکې خپلو  بريدونو ته یې نور زياتوالى هم ورکړ، چې په فارياب کې تر سختې جګړې وروسته د کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدل یې جوت ثبوت دی.

     له يوې خوا د غبرګولي په ٢٢مه له طالبانو سره د حکومت د اوربند لومړی ورځ، او له بلې خوا په فارياب کې د کوهستان پر  ولسوالۍ سخته جګړه او له مرګونې جګړې وروسته د ولسوالۍ نيول، په سرپل کې د اوربند تر اعلان دوه ورځې د مخه د ادرينګ او بلغي  کليو نظامي مرکزونو تر نيولو وروسته په صياد ولسوالۍ کې د دوو کلیو قفلاطون او القاني قشلاق پر پوستو د طالبانو بريدونه او په نتيجه کې یې دغه دوو پوستو سقوط د حکومت اوربند د ولس په وړاندې بې باوره کړ.

 که څه هم ولس د مخه د کرزي او اوس د اشرف غني په حکومت کله هم باور نه دی کړی خو اوربند ته یې يو شمېر حکومتي چارواکو يو څه تمه درلوده، چې هغه تمه یې د کوهستان د ولسوالۍ په سقوط ختمه شوه.

     د حکومت تر اوربند دمخه د ولس په وړاندې حکومت بې باوره ؤ نور هم بې باوره کړ. خو د طالبانو د اعلان له مخې چې د افغان پوځونو سره د اختر درې ورځې د اوربند اعلان کړی افغان ولس ته به یې پايلې په وړاندې  کېښول شي. د طالبانو اوربند د هغوې د اعلان له مخې يواځې د افغان پوځونو سره دی نه د بهرنيو پوځونو سره. خو لکه څرنګه چې طالبانو د حکومت اوربند ناکام کړ بهرنيان هم کوښښ کوي چې په خپلو هوايي او ځمکنيو عملياتو سره د طالبانو اوربند ولس ته ناکام معرفي کړي.‎

     که څه هم په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو قوماندان نیکولسن، د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي تداموچي يا ماموتو، په کابل کې د برتانیې سفير (نيک کي) د حکومت له اوربنده د ملاتړ اعلان وښود، خو په هرات، بادغيس، اوکندز ولاياتو کې د طالبانو په بريدونو کې تر ٥٠ زيات افغان پوځونو وژلو د حکومت لخوا اعلان کړل شوی اوربند په تمامه مانا ناکام کړ.

     اوربند د حکومت لخوا وي او که د طالبانو لخوا، افغان ولس لاس په دعا دی چې کامياب او په افغانستان کې د وينو تويېدو مخه ونيول شي. خو د حکومت لخوا اوربند باندې ولس ځکه باور نه لري او ورته ثابت هم شو چې په حکومت کې د چارواکو اختلافاتو حکومت بې باوره کړی دى. د حکومت مشران له هغې لارې وتلي، کوم چې باید د ملي يووالي په نامه  د حکومت د سیاسي هوکړې له مخې پرې تللي واى.

     د اختر په درې ورځو کې د طالبانو اوربند ته حکومتي چارواکي او امنيتي پوځونه سترګې په لاره دي. هغه ځکه طالبان چې څه وايي هغه ولس ته په عمل کې هم څرګندوي. د طالبانو  له اوربنده که بهرنيان یې په ارام پريږدي دافغان ولس علاوه هغه لوري چې د طالبانو پر خلاف تبليغات کوي هغه به هم ورته د قناعت سر وښوروي. افغان ولس او نړيوال به وګوري چې په افغانستان کې څوک د باور وړ دي، حکومت که طالبان؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close