ولس چا سپر کړی دى؟

ع خاموش

کله چې طالبان پر لويو ښارونو او يا د پوليسو پر لويو مرکزونو بريد وکړي او امنيتي پوليس د تيښتې لار ونيسي، دفاع وزارت او نورې امنيتي ادارې وايي طالبانو ولس سپر کړی دى، موږ د ولس د ژغورنې په موخه له لاسه پر ورکړو مرکزونو بريدونه ونه کړل او نه مو په هغه سيمه کې چې طالبانو ولس سپر پکې ګرځولى و عمليات وکړل.

دا خبره يواځې د دفاع وزارت نه بلکې د هر امنيتي پر ژبه لره-بره کېږي چې طالبانو ولس سپر کړی دى؛ حال دا چې طالبانو نه، بلکې دفاع وزارت او نورو امنيتي ادارو ولس سپر کړی دی – دومره یې سپر کړی دى چې پخپله ولسي خلک د دې ادارو له دېوالونو خوندي نه دي.

حکومت په هره غونډه کې شعاروي چې د ولس د سر او مال د خوندي کېدا په موخه چارې پرمخ بيايي، حال دا چې همدا حکومتولي او همدا ادارې د ولس د هوسا ژوند او پرمختګ پر وړاندې خنډ دي. پر ځای د دې چې حکومت ولس ته هوسا ژوند ورکړي، هراړخيزې ستونزې یې حل کړي، د امن په ځانګو کې یې وساتي، عدالت تامين کړي، برعکس له همدې حکومتولۍ څخه ولس په سره اور کې ولاړ دى.

په لیرو پرتو سيمو او ولاياتو کې د بمباريو او عملياتو په دوام، چې د پردیو سټراټيژي او امر دی، هرې کورنۍ يو او څو غړي له لاسه ورکړي دي او له کلیوال ژوند څخه په بېزارۍ یې ښاري ژوند غوره کړی دى. خو په ښار کې د اړتيا پر مهال له لويو پېچلو دېوالونو او کږو لارو هغه چا ته نه شي ورتلاى چې د ستونزې حل یې ورپورې تړلى وي.

هرې ادارې ته ننوتل د پېريانو او دېوانو په مثال د کوه قاف له دېوالونو تېرېدل دي. د پېريانو کوڅې هم دومره کږې وږې نه وي لکه حکومتي ادارو چې له ځانه تاوې کړې دي او ولس یې په همدې پلمه خپل سپر ګرځولی دی.

 اکثر په دغه ډول لارو کې ولسي وګړي عريضه په لاس ولاړ وي. د حکومت مخالف لورى چې غواړي اصلي هدف ته ورسېږي د پېچلو لارو په اوږدوکې ولاړ ولسي وګړې د پيښې ښکار وګرځي؛ صاحبان، چې دېوالونه ترې راتاو وي، خوندي پاتې شي.

په کابل کې چې څومره وزارتونه دي او يا امنیه قوماندانۍ ده، ځان ته یې لومړس سپر ولس ګرځولی دی، له ځانه یې سپين او تور غرونه راتاو کړي دي. که څه پېښه کېږي، ولس یې قرباني دی.. او په وار وار شوي دي چې عريضې په لاس ولسي وګړي د پېښو ښکار شوي دي.

 اوس قضاوت په لوستونکو، طالبانو ولس سپر کړې که موجوده حکومت چې د دېوانو دېوالونه یې له ځانه راتاو کړي او ولس یې سپر ګرځولی دى.

دمخه به حکومت ولس ساته، خو اوس حکومت ځان په ولس ساتي. کومو وزارتونو چې له ځانه دېواني دېوالونه راتاو کړي او ولس یې د سپر په توګه په لومړي قدم کې درولی، اکثر ولسي وګړي (مراجعين) د پېښو قرباني شوي دي؛ پر ځای د دې چې حکومت د ولس ژوند خوندي کړي، له ولسه یې ژوند واخیست.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close