ولې د امریکا مشرانو ابدي او ناکامو جنګونو ته مخه کړې؟ ولې امریکایان چوپ دي؟

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۵۳)

ښاغلی ویلیم اسټور د امریکا د هوايي قواوو متقاعد ډګروال دئ، او اوس د تاریخ پرفسور دئ. ښاغلی اسټور د اکټوبر پر ۲۶ په اشیا ټایمز کي لیکي په افغانستان کي د امریکا جنګ ۱۸ کلن سو، په عراق کي ۱۶ کلن سو. او په یمن، سوریې، سومالیا، نېجیر، او نورو افریقايي هیوادونو کي د امریکا بې پایانه جنګونه دوام لري. بده لا دا چي ټرمپ غواړي چي د ایران سره هم جنګ جوړ کړي.

امریکایان باید راوېښ سي، او دا مهم سوال مطرح کړي چي ولي امریکايي مشران د جهان په ګوټ ګوټ کي د جنګ په نیت وتلي دي؟

حقیقت دا دئ چي د امریکايي مشرانو لپاره د دایمي جنګونو د جوړولو ستر محرکونه «اقتصادي ګټي او قدرت» دئ. بل فرهنګي عامل دا دئ چي جنګ د امریکایانو په وینه کي اخښل سوی دئ. جنګ یوه داسي قوه ده چي د امریکایانو ژوند ته هدف او معنی ورکوي.

په تاریخي لحاظ، موږ امریکایان خشن خلګ یو. تشدد او مرګ ژوبله مو خوښېږي. موږ مدام غواړو چي خلګ زموږ څخه یو خشن او زیږ تصور ولري. همدا علت دئ چي موږ خپلو عسکرو ته د «سلحشور او جنګيالي» خطاب کوو،‌نه د عسکرو. زموږ د موټرانو پر شا لیکل سوي وي،«خدای، توپک، او شجاعت امریکا ازاده ساتلې ده.» نو لهذا، د جهان د آزادولو لپاره باید همدا درې واړه صادر کړو.

له پورتنو دلایلو سره سیاسي اعتبار او نوم او نښان هم ور اضافه کړئ. د امریکا هیڅ جمهورریس نه غواړي چي کمزوری ښکاره سي، او پدې تېرو څو لسیزو کي له یو جنګه راوتل د یوه جمهورریس لپاره د کمزورتیا و ضعف تعریف دئ. همدا وجه ده چي جمهورریس ټرمپ نه غواړي چي د امریکا په تاریخ کي پدې شهرت پدې کړي چي افغانستان او عراق ئې «بایلود.» دا خبره د ویتنام د جنګ په برخه کي د جمهورریسانو جانسن او نیکسن په اړه صدق کوي. نو لهذا پدې پېړۍ کي د انتخاباتو د بایلودلو ډار زموږ هیواد په ناتمامه جنګونو کي راایسار کړی دئ. امریکايي جنرالان هم له ماتي څخه کرکه لری. له شکستونو څخه همدا ډار هغوی دېته مجبوروي چي بې انجامه جنګونو ته ادامه ورکړي.‌

د واشنګټن ژورو خیالبافيو همدا درواغجن درک لا غښتلی کړی دئ، او د ابدي جنګونو سبب ګرځېدلی دئ. زموږ سیاسیون عموما زموږ عسکرو ته د «آزادۍ د جنګیالیو» خطاب کوي. جورج بوش د یموکراسۍ او ښه ژوند د خورولو تر عنوان لاندي خونړي جنګونه شروع کړل. خو وروسته موږ پدې پوهه سو چي دا ډول جنګونه د تروریزم په خورولو کي لا مرسته وکړه.

په عین زمان کي، زموږ سیاسي او نظامي مشران موږ ته د همدې بې انجامه جنګونو په اړه غلط تصویر وړاندي کوي. هغوی موږ ته وايي چي زموږ وسلې «سمارټ او هوښیاري» دي، او د تروریزم د سرطان دقیقه جراحي کوي،‌ په تېره بیا د اسلامي افراطیت. خو واقعیت دا دئ چي همدا په اصطلاح «سمارټ او زرنګ» بمونه بېخي کمعقله دي. د عامي وژني باعث ګرځي، او په جهان کي د بېګناه خلګو د بېځایه کېدو سبب ګرځي.

زموږ د مشرانو د دغو درواجنو ادعاوو بل اړخ دا دئ چي هغوی موږ ته وايي چي همدا سرسام آوره نظامي مصارف زموږ د ښې او روښانه آیندې لپاره سرمایه ګذاري ده. موږ ته ویل کېږي چي د دفاع وزارت د امریکا بانک دئ. موږ ویل کېږي چي په نظامي برخه کي پانګونه نوي کارونه خلقوي، د امریکا د اقتصادي رقابت ژبه لا تېره ساتي، او راته وايي چي جنګ د امریکا اساسي بزنس دئ. (ښايی هغوی رشتیا وايي!)

دغه راز، هغه امریکايي سیاستوال چي خارجي جنګونه ته لمن وهي، هغوی تل زموږ هیروګان وي. فقید سناتور جان مکېن د همدې خلګو له جملې څخه وو. د هغه پر مرګ زموږ نظامي کمپینو زیاتي اوښکي توی کړې.

بلخوا، زموږ اردو په زیاتېدونکې توګه محافظه کاره کېږي، د یوه تحقیق پر اساس ۶۴ ٪ امریکايي افسران ځانونه جمهوريپال تلقي کوي، او یوازي ۸ ٪ فیصده افسران ځان دیموکرات بولي. زموږ د فوج عالي رتبه جنرال قریب ۹۰ ٪ فیصده جمهوريپال دي. موږ لګیا یو د شوروي اتحاد غوندي یو فوج ایجادوو، مانا دا چي که چیري تاسي محافظه کاره نه یاست، تاسي په اردو کي د پرمختګ چانس نه لرئ. لنډه دا چي زموږ اردو په زیاتېدونکې توګه سیاسي او محافظه کاره کېږي. موږ پخپله اردو کي سیاسي تنوع خفه کوو.

بل پلو، زموږ جامعه په زیاتېدونکې توګه نظامي سوې ده، خو خلګ په اردو کي ځانونه نه شاملوي. زموږ مشران همدې فوج ته «زموږ د نسل بهترین استازي» خطاب کوي. د اردو لپاره د امریکایانو همدا تعریف او تمجید درواغجن دئ، ځکه امریکايي ځوانان په فوج کي د پخوا په شان ځانونه نه شاملوي.‌

د دفاع وزارت مدام هڅه کوي چي زموږ عسکران د هیرګانو په نامه یاد سي،‌ دا ځکه پنتګان غواړي چي د هر راز انتقاد څخه ځان بچ کړي،‌ او نه غواړي چي د هغو جنګونو په اړه حساب او کتاب ته حاضر سي چي واقعا په تاریخي ماتو بدل سوي دي.

له بده مرغه نن سبا، امریکایان هم د فوج څخه ډیر ليري پاته سوي دي، او هم زیات احترام ورته لري. موږ تل خپل پوځ ته چکچکي کوو. د عامه افکارو سروې ښيي چي د امریکا اردو تر جمهوري ریاست، تر کانګرس، تر ستري محکمې، او تر میډیا زیات معتبره او د باور وړ موسسه ده. مګر حق دا دئ چي موږ باید دا ابدي جنګونو ته چکچکي و نه کړو،‌ بلکي باید حساب او کتاب ورسره وکړو.

موږ دا باید په یاد ولرو چي د امریکا د دفاع وزارت په ویتنام، عراق، او افغانستان کي بری نه دئ تر لاسه کړئ، بلکي دننه په متحده ایالاتو کي کامیاب سوی دئ. پنتګان موږ پدې قانع کړي یو چي بې حسابه پیسې ور پمپ کړو، او هغوی پدې وتوانوو چي بې پایانه جنګونو ته کش ور کړي.

زموږ جمهورریسان تل کوښښ کوي چي جنرالان ئې حمایت وکړي، د جنرالانو د برکت لاس ئې پر سر غوړېدلی وي.

څه موده پخوا، ما د خپل ایالت سناتور ته د شکایت یو لیک ورواستاوه. پدې لیک ما د ابدي جنګونو په اړه شکایت کړی وو. زما د سناتور جواب دا وو: «زموږ امریکايي عسکر سرسخته،‌ سمارټ، او بهادر دي. هغوی زموږ د حفاظت لپاره ستري قربانۍ ورکوي. موږ د هغوی د احسان پوړوړي یو، او باید د هغوی خدمت ته په درنه سترګه وګورو.»

د امریکا د یوه متقاعد افسر په توګه، زما د سناتور جواب ما ته د راحت احساس راکړ،‌ خو زما د لیک هدف د چکچکو تر لاسه کول نه ول. زما سناتور علاوه کړي ول،«زه د تروریزم پر ضد د خپلو پوځیانو د عملیاتو حمایت کوم. ځکه دا عملیات محددو او هدفمن دي، او اساسي مطلب ئې د هغو افراطیانو محوه کول دي چي د امریکا ملي امنیت ته ئې خطر مواجه کړی دئ.‌ پدې دوښمنانو کي القاعده، داعش،‌ نور محلي ترورسټان،‌او په وطن کي دننه دهشت ګردان شامل دي.»

په اخر کي، زما سناتور راته لیکي ول،«زموږ خارجي پالیسي باید سمارټ، خشنه، او پراګماتیکه وي. موږ باید د خپلو ټولو امکاناتو څخه د خپل ملي ګټو د ساتلو په غرض استفاده وکړو. ځکه غښتلې دپلوماسي باید قوي اردو تر شا ولري.»

د دې جواب تر لوست وروسته به تاسو دا ګومان کړی وي چي ښايي زما سناتور پنډ، غټ، سپین جمهوريپال وي، خو داسي نه ده. زما سناتوره مېرمن وارن ده، او هغه یوه مترقي دیموکراته ده.‌

که څه هم پر ما سناتور وارن ګرانه ده، او د هغې د کمپېن سره مي مالي مرسته کړې ده. خو لدې سره سره د هغې په جواب کي د امریکا د ابدي جنګونو په باره کي کوم انتقاد نه وو. نه هم هغې د پنتګان سرسام آوره مصارفو او ضایعاتو ته کومه اشاره کړې ده. البته دا باید ووایم چي د امریکا محافظه کاران سناتور وران یوه سوسیالیسته ګڼي، او وايي چي د هغې هدف د امریکا تباه کول دي.

اساسي خبره دا ده چي د متحده ایالاتو اردو په افغانستان او عراق کي ناکامه سوې ده، مګر موږ فوج په امریکا کي ستر موفقیت تر لاسه کړی دئ. تاسي یو ځل د پنتګان کلنۍ بودجه وګورئ.

که تاسي دا سوال مطرح کړئ چي ولي موږ دا جنګونه بایلو؟ جواب به دا وي چي موږ د خپل فوج سره حساب او کتاب نه کوو. بلخوا، موږ خپل فوج ته د پانګوني په سترګه ګورو. پنتګان موږ ته د خارجي جنګونو په اړه خاص درک او برداشت راپېچکاري کوي، هغوی زموږ افکارو ته شکل راکوي. که چیري موږ پر فوج باندي انتقاد وکړو،‌ هغوی سمدستي موږ د شکست او ماتي په پلويتوب تورنوي، او راته وايي چي تاسي د جنګ خلګ نه یاست،‌ بلکي تاسي یوازي مات او زبون خلګ یاست.

واقعیت دا دئ چي زموږ امریکايي عسکر په خپلو زوړنو کي پدې قانع دئ چي هغوی پر سمه لاره روان دي. مګر هغه اشتباهات چي هغوی مرتکب سوي دي،‌او یا مرتکب کېږي، دا اشتباهات به تر هغه وخته پوري اصلاح نه سي تر څو موږ امریکایان راوېښ نه سو،‌ او همدا اوسنی میلټریزم او د نظامي ګري جنون رد نه کړو، د نظامي ګري په مقابل کي موقف غوره نه کړو، او د ابدي جنګونو سره خپل مخالفت په ډاګه اعلام نه کړو.‌

Why US leaders persist in waging losing wars – and how they win anyway

ــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close