ولې جګړه له سپينې ماڼۍ او اوربند له ارګ څخه اعلانیږي؟

جنرال حسن میرزئ

د (۲۰۰۱) میلادي کال د سپتمبر په یولسمه نېټه په نیویارک او واشنګټن کې له سترو بریدونو څخه وروسته د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش(!) له سپينې ماڼۍ څخه د مسلمانانو په خلاف د اعلان شوې صلیبي جګړې د پیل امر وکړ او شروع يې له افغانستان څخه وکړه .

له هغې ورځې څخه تر ننه پورې د امریکا د جګړې ټولې جنګي استراتیژۍ له سپينې ماڼۍ څخه اعلان شوې دي ، چې وروستۍ هغه يې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ(!) لخوا وه . تر اوسه موږ له ارګ څخه د روانې جګړې د کومې داسې استراتیژۍ اعلان ندی اوریدلی چې وروسته يې امریکا هم ملاتړ کړی وي او د دغې استراتیژۍ له مخې يې په افغانستان کې د خپلو جګړه ییزو فعالیتونو د تنظیم ټټر وهلی وي او دا پدې معنا ده چې د جګړې د اصلي لوري په توګه د روانې جګړې واک له امریکا سره ده ؛خو د امریکا د اشغال په تیره اوولس کلنه موده کې کله هم موږ له سپينې ماڼۍ څخه د سولې په اړه د جګړې د یو اصلي لوري په حیث کومه پرمختیا او کوم اعلان ندی اوریدلی .

د سولې په اړه تل له ارګ څخه اعلاميې او ویناوې خپریږي او یا د سولې له شوری څخه او وروسته يې بیا امریکایان په سوله کې د یو همکار او د آسانتیاوو د برابرونکي په حیث ملاتړ کوي او تر اوسه يې چې له طالبانو سره کومې خبرې ترسره کړې دي هغه هم د استخباراتي مقاصدو لپاره ترسره شوې دي او له استخباراتي چينلونو څخه پر مخ تللې دي .

خو دا چې ولې جنګ له سپينې ماڼۍ او اوربند له ارګ څخه اعلانیږي؟

دا هغه پوښتنه ده چې د سولې د هر ريښتوني داعي په ذهن کې راګرځي او یادو شوو حقايقو ته په پام سره ویلای شو چې په افغانستان کې جنګ د امریکا اصلي استراتيژي ده او لا تر اوسه امریکا په ريښتونې سوله بارو نلري او نه د افغانانو د بدې ورځې غم ورسره ده ؛ بلکه د خپلو موخو په تلاش کې ده او څرنګه چې له ارګ څخه د سولې او اوربند اعلان له استخباراتي او تبلیغاتي ګټې پرته په ريښتونې معنا د جګړې د توقف کولو لپاره کومه اغیزه نلري ؛ نو ځکه يې اعلان د ارګ په واسطه کوي .

ځکه له یو چاسره چې ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د څو دقیقو لپاره لیدنې ته زړه نه ښه کوي نو څنګه به بیا سبا د هغه له لوري د سولې او اوربند اعلان ته چې ګټې يې نه وي پکې ځان ژمن وبولي ، په اوسنیو جګړو کې د امریکا دا معمول دی چې خپلې ريښتونې پاليسۍ پخپله اعلانوي او خپلې تېر ایستونکې پالیسۍ پخپلو ملګرو اعلانوي .

تاسې به لیدلي وي کله چې د امریکایانو په لاس د کوم جهادي حرکت د مشر د وژل کیدو خبر سل په سلو کې ريښتونی وي نو له پينټګان یا سپينې ماڼۍ څخه اعلانیږي او کله چې شک او تردید پکې وي او یا په دروغو د کوم استخباراتي هدف لپاره اعلانیږي نو بیا له کابل او بغداد څخه اعلانیږي .

د چارو د شننکو له نظره تر څو چې د جګړې د اصلي لوري په توګه امریکا اوربند او سولې ته زړه ښه نه کړي او په افغانستان کې طالبانو ته د روانې جګړې د عواملو په له منځه وړلو قناعت ور نه ګړي کله به هم له ارګ څخه د استخباراتي او تبلیغاتي مقاصدو لپاره د اوربند اعلانونه ګټه ونه کړي او نه به په ګران هیواد کې د ريښتونې سولې د راتلو سبب وګرځي ؛ بلکه ډير امکان لري چې داسې اعلانونه د سولې او مذاکراتو په اړه په ټولو خواوو کې منفي ذهنیت را وټکوي او باور پرې له منځه لاړ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close