ولې دې زما مخ له خاورو پورته کړ؟

عزیر اسدخیل

کله چې عمر رضی الله عنه په برچه ووهل شو، شیدې ورته راوړل شوې چې کله یې وڅښلې نو له زخمونو یې شیدې روانې شوې.

طبیب ورته وویل چې: امیر المؤمنینه! ته باید وصیت وکړې ځکه چې ته نشې رغیدلای.

عمر رضی الله عنه خپل ځوی عبدالله بن عمر ته آواز وکړ او ورته یې وویل چې حذیفه بن یمان ماته راوله.

عمر رضی الله عنه په داسې حال کې چې وینې یې له زخمونو روانې وې حذیفه بن یمان ته وویل، زه تاته قسم درکوم چې ماته رښتیا ووایه چې آیا رسول الله ص خو به زما نوم هم د منافقینو په لیست کې نه وي راوستی؟ حذیفه په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې څڅیدې یوه شیبه چُپ ودرید بیا یې وویل چې ما مه مجبوروه څو هغه راز رسوا کړم چې نه یې شم افشا کولای.

عمر رضی الله عنه ورته وویل چې د رسول الله په خاطر ماته ووایه چې ایا زما نوم هم په منافقینو کې شته که نه؟ حذیفه په ژړا شو او ویې ویل چې تاته به دا راز ووایم خو بل هیچا ته یې نه وایم، په خدای سوګند کوم چې ستا نوم ماته رسول الله ص د منافقینو په لیست کې ندی راکړی.

بیا عمر رضی الله عنه وویل چې اوس ماته د دنیا په اړه یواځې یو کار پاتی شو ځوی یی عبدالله ورته وویل چی هغه څه شی دی پلاره؟ عمر رضی الله عنه وویل: هغه دا چې زه د رسول الله ص پښو ته ښخ کړای شم.

ځویه! ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها ته ورشه او ورته ووایه او پام چې امیر المؤمنین ونه وایې! بلکې ووایه چې عمر له تا اجازه غواړي، ته د کور څښتنه یې، که اجازه راکړې عمر رضی الله د خپلو دواړو ملګرو ( محمد ص او ابوبکررض) پښو خوا ته ښخ کړای شي؟

هغې وویل درسته ده، ما خو اصلا دغه ځای د ځان لپاره خوښ کړی و خو اوس یې د عمر لپاره پریږدم.

عبدالله بن عمر ډیر خوشحاله ستون شو او ویې ویل چې پلاره! هغې اجازه راکړه.

عبدالله بن عمر چې د خپل پلار مخ ته وکتل چې په خاورو کې لیت پیت پروت دی نو زر یې تر څنګ کیناست او د خپل پلار سر یې پر خپل ورانه کیښود، پلار یې د ځوی مخ ته وکتل او ورته یې وویل چې ولې دې زما مخ له خاورو راپورته کړ؟

 هغه ورته وویل ولې پلارجانه! هغه ورته وویل د پلار مخ دې په خارو کې پریږده چې مخ یې پرې ککړ شي که الله تعالی عمر ته بخښنه ونکړې نو عمر تباه او برباد شو.

عمر رضی الله عنه په داسې حال کې وفات شو چې خپل ځوی ته یې وصیت وکړ چې: که زما جنازه مو پورته کړه او د رسول الله په مسجد کې مو راباندې جنازه کوله نو حذیفه ته وګوره چې هغه هم پر ما جنازه کوي او که نه؟ ځکه کیدای شي هغه زما نه حیا کړې وي او هسې یې راته ویلي وي چې نوم دې د منافقینو په لیست کې نشته، که هغه راباندې جنازه وکړه نو بیا مې جنازه د رسول الله ص د کور خواته پورته کړئ، د رسول الله ص د کور دروازې سره ودریږئ، بیا آواز وکړه چې مورې! ستا ځوی عمر مو راوړ، خو پام چې امیرالمؤمنین ونه وایاست، کیدای شي هغې هم زما نه د حیا له کبله یې هلته د ښخولو اجازه ورکړې وي، نو که فرضا اجازه یې درنکړه بیا مې د مسلمانانو په عامه هدیره کې ښخ کړئ.

عبدالله بن عمر رض وایی کله مو چې د پلار جان جنازه پورته کړه او د رسول الله ص مسجد ته مو یوړه حذیفه راغی او د جنازی لمونځ یې ادا کړ، ابن عمر ډیر خوشحاله شو، بیا یې د ام المؤمنین عائشې د کور خواته جنازه روانه کړه.

د هغې د کور د دروازې سره یې آواز وکړ چې ای زمونږ مورې! ستاسې د ځوی عمر جنازه ستاسې د دروازې سره ده آیا اجازه ورکوئ؟ هغې وویل: چې جنازه یې رادننه کړئ.  بیا عمر رضی الله د خپلو ملګرو تر څنګ ښخ کړای شو.

الله دې امیر المؤمنین د جنتونو سردار کړي، د ځمکې ګرده کُره یې په عدالت وپوښله، او د آخرت نه یې سخته ویره درلوده، او له دنیا نه یې هیڅ ډول تمه نه درلوده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close