ولې د سولې غوښتونکي په نښه کیږي؟

عاکف مهاجر

داچې بیګاه شپه د طالبانو د حکومت د دوران په پاکستان کې سفیر او د ګوانتانامو زنداني وتلی افغان سیاستمدار ملا عبدالسلام ضعیف په کور باندې ناکامه حمله وشوه، خو لله الحمد ضعیف صیب له دغې مرګونې حملې روغ رمټ ووتلو او تر دې دمخه یو بل لیکوال او شناند انجینر نظر محمد مطمئن بغیر له کوم جرم نه زندان ته وړل کیږي دا او دیته ورته پیښې دا سوالونه را پیدا کوي چې ولې دسولې غوښتونکي په نښه کیږي؟

حکومت او امریکایان تل ناکامه او دروغجنې چیغې وهي چې مونږ د سولې هڅې کوو؛ خو چې سولې ته کومه لار تللې په هغه یې هیڅ قدم هم نه دی ایښی بلکې د هغې لارې د تړلو هڅې کوي.

لومړی: کله چې طالبانو سولې ته ټټر ووهلو او د سولې کولو هوډ یې ښکاره کړلو، د طالبانو د تیر مشر منصور صیب په هڅو یې د قطر دفتر خلاص کړلو او په یو ناخبره سفر یې خپل عمده ملګري ولیږل او دا د زهرو غړپ یې وکړ.

 د کرزی د وخت حکومت د سولې مخه داسې ونیوله، چې په اعتراض کې یې خپل سفیر له قطر را وغوښتلو او د طالبانو دفتر کې یې د هغوی بیرغ و نشو زغملی او د هغوی لوحه یې ونشوه زغملی، په عکس العمل کې دا دی د طالبانو د قطر دفتر یې تر اوسه بند کړلو.

دویم: کله چې  د طالبانو تیر مشر سولې ته بیا هڅه وکړه، غربي استخباراتي کړیو او همدارنګه د افغانستان او نورو هیوادونو استخباراتي کړیو د طالبانو د تحریک د مؤسس او مشر ملامحمد عمر مجاهد مړینه یې راښکاره کړله او یو ځل بیا یې د سولې خبرې وځنډولې او له خنډ سره یې مخ کړلې.

درېیم: بیا کله چې تر دې وروسته یو ځل بیا د سولې نغاره چیانو د سولې کچکول غاړې ته واچولو او د پاکستان هیواد ته تر هر څه تیر شول آن چې د ډیورنډ فرضي کرښه یې هم ورسره تقریبا منلې وه او د افغانستان امنیت یې هم پرې وپلورلو، د افغانستان ځینې د حکومت غړي یې هم د پاکستان په امر له وظیفو لرې کړل، طالبانو غوښتل چې د قطر له دفتر نه مذاکرات وکړي او خپل امتیازات د نور په نوم ثبت نکړي او هیواد ته یوه دائمي سوله راولي داسې نه لکه د روس د اشغال د ټغر د ټولیدو د وخت چې دربدره افغانان شوو؛ خو ګتې نورو وکړلې او جګړه هم ختمه نه شوله، نو غوښتل یې چې یوه واقعي او دائمي او خپلواکه سوله را منځ ته کړي او غوښتل یې چې د پاکستان نه، بلکې د قطر دفتر له لارې باید د مذاکراتو پیل وشي او همدارنګه څلور اړخیزه غونډو کې یې هم خپل ګډون د همدې لپاره رد کړلو، نو په ځای ددې چې د هغوی غوښتنې ومنل شي، د هغوی(طالبانو) مشر منصور صیب د سولې قرباني شو او سوله په ټپه ودریدله.

او دا دی اوس چې یو ځل بیا یو څو افغان سیاسیونو او د افغان ولس ریښتونو خیرخواهانو، د بېلګې په توګه ملا عبدالسلام ضعیف صیب، انجینر نظر محمدمطمئن صیب، ډاکټر فیض محمد ځلاند صیب، او داسې نورو یو ځل بیا د سولې اقدام وکړو، یو زندان ته بوول کیږي د بل په کور ډزې کیږي نورو ته دې هم خدای ج خیر کړي.

 معلومه شوه چې حکومت کله هم سوله نه غواړي او نه د سولې غوښتونکی دی، بلکې دوی خپلې ګټې په جګړه کې وینی او نه غواړي چې خپلې ګټې د سولې قرباني کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close