ولې هټلر په ټوله نړۍ خپله واکمني غوښته؟

 احسان الله سعد

اروپایان د حاکمانو، کلیسا او پاپ له ظلمونو، وحشتونو او  لوړو باجونو څخه زیات پتنګ شوي وو. په دیني لحاظ دوی نشوای کولای په مستقیم ډول باندې د الله څخه د خپلو ګناهونو مغفرت غوښتنه وکړي، د دې لپاره دوی باید د یک شنبې په ورځ کلسیا ته تللي وای او هلته یې د پاپ څخه د خپلو ګناهونو د عفوې غوښتنه کړې وای.

 که به چا ووېل چې ځمکه کروي شکل لري، پاپ به ويل دا خو کافر شو او د هغه د وژلو امر به یې وکړ.

  د حاکمانو ملا ماتوونکي مالیات تر دې حده وو، چې عوامو به خپل د ژوند اولیه ضرورتونه هم نشوای پوره کولای، خلک آخر دې ته آماده شول چې د پاپ او پاچا په وړاندې پاڅون وکړي.

 د لمړی ځل لپاره پاڅون په فرانسه کې وشو، دوی پاپ مړ کړ او د هغه په کلمو یې د وخت پاچا اعدام کړ؛ همداسې په نورو اروپایي هېوادونو کې هم وشول، چې پدې سره په سیاسي ډګر کې  دیموکراسي او په دیني اړخ کې سیکولریزم ته میدان په لاس ورغی، په ټوله اروپا کې الحاد او بې دیني د توند طوفان د څپو په څیر خپور شو. د خدای، رسول، آدم، حوا، دین او مذهب، دوزخ او جنت خبرې هسې هېرې افسانې شوې، میدان فاسدو افکارو او ایدیالوژیو ته خالي پاتې شو.

په ۱۸۵۹ م کال کې د یو انګریز ساینس پوه چارلس ډاروین Charles Darwin)) لخوا د تدریجي تکامل نظریه په یو کتاب کې د (د انواعو پیدایښت) تر عنوان لاندې خپره شوه.

 د دې تیوري لنډیزپه دې ډول دی چې « انسان همداسې په طبعي ډول پیدا شوی، د ځمکې له پیدایښت وروسته چې په ځمکه کې اوبه پیدا شوې، د وخت په تېریدو سره په اوبو کې څه جراثیم پیدا شول، کرارکرار دا جراثیم د ساحل غاړې ته شول د ډېر وخت وروسته یې د یو کوچني چنجي بڼه غوره کړه، دا چنجی د وخت په تېریدو سره په یو بل ډول حیوان باندې بدل شو، …..، ډېر وخت ورسته یې د یو شادي بڼه غوره کړه، کرار کرار شادي خپل وېښتان له لاسه  ورکړل او لکۍ یې هم له مېنځه لاړه، بالاخره یې د ننني انسان بڼه غوره کړه »

 د ډاروین نظریه د اروپایانو لپاره چې د مذهب او دین څخه په تېښته وو، د ښه راغلي سره مخ شوه. نوموړې نظریه چې کاملاً الحادي نظریه ده، که دقیقه وڅېړل شي په غلطو فرضیاتو ولاړه ده او هیڅ سالم انساني فکر یې منلو ته آماده ندی؛ خو اروپایانو ځکه ومنله چې نور دوی د دین او مذهب څخه په تېښته وو، او همدا نظریه به یې د دلیل په توګه وړاندې کوله او ویل به یې چې دین هسې پاپانو په خپل لاس جوړ کړی دی، او غواړي له خلکو څخه پیسې پرې راټولې کړي، ګنې په اصل کې نعوذبالله، نه الله شته نه رسول، نه آدم شته نه حوا نه جنت شته نه دوزخ او نه هم وروسته تر مرګ ژوند شته، بس چې هر څه دې خوښه وي کوه یې، چې پدې سره اخلاقي فساد اوج ته ورسېد او د اروپا ټولنیز نظام چې له مخکې څخه هم شړېدلی وو، نور هم خراب شو.

له دې ورسته د فریدر ویلهلم نیچه (Friedrich Wilhelm Nietzsche)  په نوم یو بل عالم راپیدا شو هغه ویل ډاروین ډېر ښه ویلي، زه د هغه نظریه تائیدوم او دا خبره پرې ور اضافه کوم « لکه څنکه چې له پروني شادي څخه نننی (اوسني)  انسان جوړ شو، نو دا هم ممکنه ده چې له ننني انسان څخه داسې یو پرمختللی انسان جوړ شي، چې د اوسني انسان سره دومره توپیر ولري لکه اوسنی انسان یې چې، د پرونۍ شادي سره لري، چې هغه ته به( superman )  سپر انسان ویل کېږي  »

اروپایانو چې د ډاروین نظریه  منلې وه، نو د نیچه نظریه یې په اسانی سره ومنله،  ډېر وخت وروسته چې کله هټلر د ډاروین او نیچه تیوریانې مطالعه کړې نو ویې وویل « د تکامل د نظریې په اساس هغه ( superman )   زه یم او زما قوم تر نورو اقوامو بهتر دی، نو زه باید په ټوله نړۍ حاکم وم » همغه وو، چې هټلر را ولاړ شو او تقریباً ټوله اروپا یې ونیوله لږ پاتې وه چې روسیه دې هم ونیسي، هټلر ویل ما باید د تر ټولو غښتلي او پرمختللي انسان (superman) په حیث ومنئ، که نه وي خیر مو نشته دی، ځکه تاسې چې د نیچه خبره منلې چې د هغه بنیاد د ډاروین نظریه ده، نو ما هم باید ومنی تر څو د نیچه د خبرې حقیقت پیدا شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close