ولې کابل او واشنګټن د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي؟

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۷۸)

د المان ږغ: ولي کابل او واشنګټن د مسکو په غونډه کي ګډون نه کوي؟

د المان ږغ د اګسټ پر ۲۴ مه د پاکستان او افغانستان د چارو د ماهر مایکل کوګلمېن سره پدې باره کي مصاحبه کړې ده چي ولي واشنګټن او کابل د مسکو کانفرانس رد کړ؟ ښاغلی کوګلمېن وايي دواړه ملکونه د مسکو په کانفرانس کي د نه ګډون له وجی ستره اشتباه کوي. هغه وايي که څه هم دواړه هیوادونه پر غلطه لاره روان دي، خو د افغانستان د نه ګډون فیصله بېخي حیرانونکې او نه باورکونکې ده. متحده ایالات دا پلمه کوي چي په داسي کانفرانس برخه نه اخلي چي له کوربه څخه ئې ښه نه راځي، مګر کابل له مسکو سره د دپلوماتیک تشنچ پلمه نه لري.

سوال: ایا د طالبانو اشتراک دا ښيي چي پر طالبانو باندي د مسکو نفوذ مخ پر زیاتېدو دئ؟

جواب: هو، روسیه، چین، ازبکستان، او نور هیوادونه غواړي چي د طالبانو سره ژور روابط ولري. ځکه هغوی تمه لري چي پراخ علایق به پر طالبانو باندي د هغوی نفوذ زیات کړي. زه ګومان کوم چي اکثره ملکونه غواړي چي طالبان پدې راضي کړي چي خبرو ته مخه کړي. مګر مشکل دا دئ چي همدا ملکونه هر یو جلا جلا مختلفي منافعې او اهداف لري. د مثال په توګه، ځیني هیوادونه، لکه ایران او روسیه، ښايي پدې لټه کي وي چي د طالبانو سره یوازي دپلوماتیکي اړیکي و نه لري، بلکي هغوی ته نظامي مرستي هم برابري کړي.

سوال: پدې لنډو وختونو کي د امریکايي دپلوماتانو په قطر کي د طالبانو سره وکتل، او اوس روسان له طالبانو سره ګوري. داسي ښکاري چي طالبان د هر چا سره خبري کوي، مګر یوازي ئې د کابل له حکومت سره نه کوي. ایا دا مسله د جمهورریس اشرف غني حکومت له مشکل سره نه مواجه کوي؟

جواب: بلې هو. بلکل. دا چي د کابل حکومت د سولي له خبرو څخه محرومېږي، د دې خبري صرف تصور هم ښکلی نه دئ. زما باو دا دئ چي طالبان به د افغان حکومت سره خپل مخالفت داسي ژر خوشي نه کړي، ځکه هغوی باور لري چي د افغان حکومت په تمامه معنی د امریکا مزدور او ګوډاګی دئ. ښايي د طالبانو همدا محاسبه بل کال تغییر ومومي. البته پدې شرط چي بل کال د جمهوري ریاست انتخابات وسي، او نوی جمهورریس انتخاب سي. نوی جمهورریس به د انتخاباتو له بطن څخه وتلی وي، نه لکه اوسنی حکومت چي په ۲۰۱۴ کي د امریکا د معاملو په نتیجه کي جوړ سو.

سوال: ایا اوسني انکشافات داښيي چي په افغانستان کي به بالاخره صلح راسي؟

جواب: نن سبا د سولي لپاره دونه زیات مومنیټوم او خوشبیني موجوده ده چي بل هیڅکله موجوده نه وه. د دې لپار څو دلایل سته. اول، طالبانو د لومړي ځل لپاره یو موقتي اوربند ومنی. بل دلیل دا دئ چي بالاخره امریکا دېته حاضره سوه چي د طالبانو سره مخامخ خبري وکړي. همدا د طالبانو یوه اساسي غوښتنه وه.

مګر سوله به داسي ژر تر لاسه نه سي. موږ ښايي د صلحي پروسې ته ورنژدې سوي یو، مګر موږ ته لا اوږده لاره پاتې ده. بلخوا، طالبان د جنګ په ډګر کي کامیابه دي، او باید امتیازات دونه زیات وي چي هغوی سولي ته تشویق کړي. اساسي خبره دا ده چي ایا افغانان، امریکایان، او نور ذیدخل اړخونه دېته چمتو دي چي طالبانو ته زیات امتیازات ورکړي. یو امتیاز زیاتي سیمي ور خوشي کول دي.


?Why are Kabul and Washington not participating in Moscow-led Taliban talks

________________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close