ولې یوازې شجاع خراساني نیول کېږي؟/ بدرالدین ابدال

جرم شخصي عمل دی او مجرم یو قوم، یوې سیمې، یوې ژبې او یوې ډلې ته منسوبول لویه ناځواني ده. اسلام هم همدا راته وايي، چې د مجرم سزا باید د هغه د کورنۍ غړو ته ورنه کړل شي او یوازې مجرم ته هماغه سزا ورکړل شي، چې د کوم جرم په کولو مرتکب شوی دی.

اسلام هر جرم ته سزا ټاکلې. قاتل به وژل کېږي، د غله به یو لاس او یوه پښه پرې کېږي، لارې شکوونکي«قطاع الطریق» به وژل کېږي، مجرد زنا کوونکي به ۸۰ دُرې وهل کېږي او متاهل به رجم کېږي. خو تر ټولو سخته سزا د زنا ده. پر زانیانو باید څلور کسان شاهدي ورکړي او ووايي، چې دواړه مو داسې ونیول، لکه رنجو سلايي چې په رنجلومه کې وي.

تېره ورځ د ملي امنیت عسکرو د کابل پوهنتون استاد شجاع خراساني ونیو، چې له یوې محصلې سره یې باالجبر زنا کوله. د ملي امنیت اعلامیه هم همداسې لیکل شوې. که چېرته دواړو په خپله خوښه زنا کوله، نو هېڅ خبره به نه وه او نه به نیول کېدل؟

د امریکايي وحشي ډیموکراسۍ له راتگ سره دلته داسې خبرې عادي شوي. تېر کال د کابل پوهنتون یوې محصلې ځانوژنه وکړه. علت یې دا و، چې څو استادانو ترې د زنا کولو غوښتنه کوله او دې ځان وواژه. په هغو استادانو کې چې د دې محصلې د ځانوژنې لامل گرځېدلی و، یو هم شجاع خراساني و.

خو په دولت کې د شته فساد له امله دغه دوسیه تراوسه د رسنیو له سترگو پټه ساتل شوې او په اړوند موضوع څېړنې تراوسه گونگې دي. نه د هغه محصلې د ځانوژنې لامل په ډاګه شو او نه په اړوند موضوع عدلي او قضايي ارگانونو بې پرې څېړنې وکړې. فساد له ارگ شروع شوی او تر عادي ادارو رسېدلی او عدلي او قضايي ادارې د فساد ځالې دي.

د امریکا په دې شرمېدلي ډیموکراسۍ کې افغان حکومت زنا کوونکو ته یوازې د بند حکم ورکوي او تر شپږ میاشتني بند وروسته دواړه ازاد پرېښودل کېږي. که چېرې حدود جاري شوي وای، نو فکر نه کوم چې د افغانستان په جغرافیه کې دې چا د زنا کولو خیال هم کړی و. موږ همداسې یوه پنځه کلنه دوره تېره کړې وه او ټول یې شاهدان هم یو.

ښوونیزې ادارې باید سپېڅلې وي او نجس خلک باید د دې ادارو په څنگ هم پرېنښودل شي او که چېرې داسې کوم شرمېدلی خبر ترې راځي، باید علني سزا ورکړل شي.

د شجاع خراساني په شان سلگونه نور وحشي صفته انسانان تراوسه په ادارو کې دندې ترسره کوي او پټې معاملې تراوسه د خلکو له سترگو پټې پاتې شوي، گنې داسې معاملې هره ورځ په یوه پوهنتون کې کېږي.

افغان دولت باید څه وکړي؟

۱: افغان حکومت او د لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده، چې د نجونو او هلکانو ټولگي جلا کړي. د دې کار په کولو به د اخلاقي فساد مخه ترې یوې اندازې نیول شوي وي.

۲: نجونو ته دې ځینې پوهنځي ځانګړي کړي. مثلاً طب، حقوق، شرعیات، ادبیات او د ښوونې او روزني پوهنځيو کې نجونې مني او نورو پوهنځیو کې دې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي. دغه چاره دې هم په خصوصي او هم په دولتي پوهنتونو کې عملي شي.

۳: شجاع خراساني دوسیه دې وڅېړل شي او مناسبه سزا دې ورکړل شي.

۴: محصلانې نجونې دې استادانو او د پوهنتون نورو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي، چې په عزت یې لوبې وکړي، بلکې خپل غږ دې پورته کړي. که نور هېڅ نه شي کولی، اوس یې فېسبوک او ټویټر د غږ پورته کولو ښه ځایونه دي.

۵: ښځینه محصلانې دي پوهنتونو ته داسې سینگار کړي نه ځي، چې د نارینه محصلانو او استادانو تر څار لاندې راشي، بلکې ډېرې عادي دې ځي او په لوی لاس دې ځان ته گیراکان نه پیدا کوي.

۶: د حدودو په جاري کولو کې ژوند دی او د حکومت محکمې دې د خلکو ژوند د بېرته احیاء کولو له پاره کار وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close