وه د ملي اردو عسکره! عقل دې چا وړی دی

کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۴

لیکنه: فيض الله هڅاند

چې نه يې وايې له غمه به يې وايې، افغانان دي، د سړي زړه ورته بدېږي، په ناولي مرګ مو سپی نه دی پېرزو، دوی خو لا انسانان دي، خونه دې خدای د هغو خلکو ورانه کړي، چې د دوی تنخواوې ورپرې کوي.

پنځلسم کال روان دی، خو نه اردو اردو شوه او نه عسکر عسکر، د کابل په مزو ډوب چارواکي يې د حيواناتو په څېر چې په کوم لوري خوښه شي، ورټېل وهي، نوره يې بلا توره ورپسې.

زه خو يې په ټينګه وايم، د دې وطن بچي دي، د مسلمان په کور کې زېږېدلي او رالوی شوي دي، اوس چې د خپلې تنخوا په لالچ د کفر په ليکه کې مري، پرې خپه کېږم، خپګان په دې چې ولې پاک له دنيا نه ځي چې ناولی ځي، نه يې جنازه څوک کوي نه د چا په خوله دعا ورته راځي او آن ولاکه يې لا څوک په سمه نامه يادوي.

له مرګه تېښته هسې هم نه شته، خو افسوس په دې چې د اردو عسکر او پوليس او اربکيان ډېر په بې هدفه طرف کې ولاړ، خپله وينه تويوي او ژوند له لاسه ورکوي، سړی حيران شي، چې د دوی عقل چا وړی دی؟ په خپله چيغې هم وهي، چې په غضب ککړ دی، خو له غضبه په وتو سوچ قدرې هم نه کوي، د دې خبرې د ثبوت لپاره د اردو د عسکرو د خپلې خولې د اقرار يو دوه مثالونه اړين بولم؛ يوه څو کلنۍ پخوانۍ وېډيو مې له نظره تېره شوه، په وېډيو کې ښکاري، چې د اردو ګڼ شمېر عسکر د طالبانو په لاس بنديان شوي دي، غالبا لغمان ولايت دی، غرييزه سيمه ده، عسکر په کتار ناست دي، وسلې ورسره نه شته، سرونه يې ځوړند دي، د چا له سره پټۍ تاو دي، د چا له لاس او پښو، د ټولو مخونه د خپګان ښکارندوينه کوي، د طالبانو يو تن چې شايد مشر به يې وي، په وار وار ترې پوښتنه کوي، څنګه سلوک درسره شوی؟ تداوي مو شوې؟ خوراک څښاک څنګه و؟ او نور… عسکر هر يو په خپل وار وايي، چې نه ورسره کوم زياتی شوی او نه پرې څه تنګسه تېره شوې، له پاسه يې لا د ټپونو تداوي هم شوې، چې دا شايد په هغه ډول ځای او شرايطو کې دوی ته تر ټولو ستره خوښي وه، خو طالب د پوښتنو په منځ کې د «ملي اردو» له عسکرو يوه بله پوښتنه هم کوي، چې شايد عسکرو له دې پخوا سوچ نه وي پرې کړای، ورته وايي، چې ولې دې ناولې وظيفې ته ننوتي ياست؟ د عسکرو له منځه چې د کومو غږ هم کره اورېدل کېږي، د ټولو ځواب دا وي، چې د خدای او رسول قهر او د مور او پلار ازار وهلي دي، ځنې ورونه شايد دا خبره ونه مني، خو ياده وېډيو اوس هم د انټرنټ پر مخ موندل کېږي، عسکر صاحبان وروسته ټول ژمنه کوي، چې له خوشې کېدو وروسته به په هيڅ صورت کې بيا دندې ته نه ورګرځي.

دوهمه خبره د يوې بلې وېډيو ده، دا هم پخوانۍ هغه ده، نورستان يا کنړ ولايت و، طالبانو په يوه وار د امريکايانو يو بېس او ولسوالۍ نيولي وو، وېډيو هغه څڼور ځوانان هم ښودل، چې په همدې جګړه کې يې سرونه ايښي وو، په وروستيو صحنو کې ۷ تنه د اردو عسکر د طالبانو په ګير ورغلي ښودل کېږي، لاس او پښې هر څه يې خوشې دي، خو وسلې نه لري، په کتار راروان دي، ځای ځای طالب جنګیالي ورته ولاړ دي او له دوی د مخکې تلو غوښتنه کوي، په دې کې چې يو وار طالب پر دوی غږ کوي، د هغوی له ډلې يو تن ځواب ورکوي، چې: «اوس که مړ شم هم مړ نه يم»، خبره بيا په لړزېدلي غږ تکراروي، د اردو د عسکر دغه لنډه جمله ستره معنی لري، يعنې ځان مې تسليم کړی دی، د جګړې په حال کې نه يم، که ووژل شوم، ژوندی يم، که په جګړه کې وژل شوی وای، مړ به وم، حال دا چې که وژل کېده په دواړه حالتو کې به د همدې يوه سړي له خوا وژل کېده، له دې مالومېږي، چې عسکرجان څومره د خپلې جګړې پر حقانيت باور درلود.

همدا به بس وي، که نه داسې نورې سلګونه پېښې هم د بيانولو دي، په تازه جګړو کې د اردو د عسکرو کوکارې او له دې عسکرو د سره د دولت جفا دا پيغام ورکوي، چې دولت څومره پر خپله اردو ولاړ دی، څومره پر وخت تجهيزات وررسوي، څومره پر وخت تنخواوې ورکوي او کله هم وږي او نهار ترې نه دي پاتې.

د الله بنده ګانو! د اردو عسکرو! انسانان ياست، الله عقل درکړی، سمه او ناسمه پېژنۍ، له لوږې هيڅوک نه دي مړه شوي، يوه افغانۍ دې وي، خو په سړيتوب دې وي، د تنخوا لپاره څنګه يو څوک دومرې ډېرې ناخوالې زغملای شي، په کوم ډول ونه وژل شوئ؟! په خپله امريکايانو لسګونه واره درباندې بمبار ونه کړ، دولت مو پوښتنه قدرې هم وکړه؟ د ډاګ خلي به هم دومره سپک وي لکه تاسو؟ بې شمېره ځل د ظالمو قوماندانانو په خپلمنځي جګړو کې لکه حيوانات ونه جنګول شوئ، د انسانانو بندګۍ ته پيدا ياست؟! ټولنې ته نظر وکړئ، خلک درته په کومه سترګه ګوري، ټول درنه کرکه نه کوي؟ اخر ولې، په دې سوچ وکړئ، عقل وکاروئ او له دې ذلته ځانونه وژغورئ.

ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې لیکنې د ادارې د پالیسۍ ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close