وه سربازه یاره….!!

وه سربازه یاره! ځواني ستا د ژیړې بوشکې په درز تار ـ تار کېږي، مور ستا بوره شي، سره لاسونه ناوې ستا بې اسرې شي، واړه بچيان ستا يتيمان او څېرې ګریوان شي او ګټې د ګلالا او عبدالله په اکاؤنټونو کې جمع کېږي.

جواد څارگر

زموږ لویه بدبختي دا ده چې موږ تل د اغیارو په اشارو، د خپلو په لاسونو وهل خوړلي.

چنګېز مو مات کړی و، مګر خپلو مو ملا ماته کړه، او د عظمت لوړ  منار مو دانګې ـ وانګې ولوېد. انګرېز مو وځغلاوه؛ مګر خپل مو را پورته شول او د واک لپاره یې زموږ پر زخمي سینو د ډیورنډ اغزن تار کش کړ. روسانو ته مو تاریخي درس ورکړ؛ داسې مو مات ـ ګوډ کړل چې د افغان له نومه به یې ويښتان زیږ درېدل، مګر خپلو داسې شل ـ شوټ واچولو چې تاریخ یې په لیکلو شرم احساس کړ.

همدغه مهال چې موږ په تورو تاریکیو کې ترپکې وهلې، او دظلم په ژرندو کې دل کېدو؛ دقندهار له میونده د امن سپین بیرغ وزرې ورپوَلې. او په ډېره تېزۍ یې دا مظلوم ولس دظالم له توندو او ظالمانه څپېړو څخه پر خپلو سپینو او سپېڅلو وزرو کې تاؤ او خوندي کړ.

رټل شویو ظالمانو زموږ له افغاني ټولنې پښې سپکې کړې او د نړیوال ظالم غېږې ته ولوېدل. همالته وروزل شول، او لږه موده وروسته، زموږ د ځورېدلې ولس دبیا ربړوَلو لپاره، د بي- دوه پنځوس بمبارد الوتکو تر سیوري لاندې بیا ځل راوستل شول.

سربازه یاره! ته خبر یې چې تاته د څه په مقابل کې غوَړ ـ ژیړ معاش درکول کېږي؟ ستا پر اوږه د کومو موخو د تطبیق او تثبيت لپاره ټوپک کېښودل شوی دی؟ ستا دټوپک له ججورې وتونکي مردکي دچا سینې څېروي؟ څوک په ګرمو وینو کې ړپَوي؟ څوک بې پلاره کوي؟ له چا پلار اخلي؟ له چا یار او مددګار اخلي؟ د چا د سترګو تور وژني؟ د چا د زړه ټکور وژني؟

او په مقابل کې ته څه تر لاسه کوې؟

فقط همدا، چې نه خپل کلي ته تللای شې او نه ډاډمن او هوسا ژوند لرې؟

وه سربازه یاره! ځواني ستا د ژیړې بوشکې په درز تار ـ تار کېږي، مور ستا بوره شي، سره لاسونه ناوې ستا بې اسرې شي، واړه بچيان ستا يتيمان او څېرې ګریوان شي او ګټې د ګلالا او عبدالله په اکاؤنټونو کې جمع کېږي.

هغه چې تاته یې په غوږ کې اذان کړی، هغه چې ستا د پلار نکاح یې تړلې، هغه چې تاته یې د پورې او سپورې ډوډۍ پر بدل الهي احکامات، نواهي او منکرات درښودلي؛ ستا د مردکیو هدف دی.

ته د خپل امام قاتل شوې. ته د خپل پېشوا او رهنما قاتل شوې. ته د خپل ولس او خپل وجدان قاتل شوې. تا هغه ککرۍ په مردکیو والوځولې په کومو کې چې پاک قرآن خوندي و. هغه سینې دې غلبېل ـ غلبېل کړې په کومو کې چې نبوي احادیث محفوظ وو.

سربازه یاره! تر هغو پيسو چې تا ته له خپل دین سره په دښمنۍ، د خپل ملا او طالب پر وژلو او د خپل ممبر او محراب پر ویشتلو درکول کېږي؛ یوه لپه زهر درته غوره نه دي؟

ته د شطرنج مُهره یې، د بل په ګوتو کې د بل د ګټو لپاره لوبېږې.

ته مسؤلیت لرې، مګر صلاحیت نه لرې. ستا له همدې احمقانه مسؤلیت څخه ناوړه ګټې اغیار پورته کوي. مرګ ته، ته وړاندې یې، بدن ستا سوځي، بچي او کورنۍ ستا وېرجنه کېږي او مزې د نورو دي.

ته چې په توره شپه دیوه افغان په کور ورخېږې، سړي یې وژنې، ماشومان یې چوغوې، شتمنۍ یې چور کوې او حیا او عزت یې تر خړو موزو لاندې کوې؛ کله دې سوچ کړی چې دا ته څه کوې؟ بد کوې که ښه کوې؟

اوس هم وخت لرې؛ ازاده کړه غړۍ د غلامۍله طوقه. ماتې کړه زولنې د اسارت. ویښ کړه ضمیر او لعنت ووایه پر هغه پیسو او هغه وظيفو چې ستا د دین او وطن په تاوان وي، زیان یې ستا او ګټه یې د ګل مرجان وي.

بس دی نور!! ممبر دې ډېر وویشت. محراب دې ډېر ونړاوه. د ممبر امام دې په سرو وینو کې وړپاوه. د خپل دین او ولس سره دې ۱۶ کاله دښمني وکړه. نه دې ولس ورک کړ، نه دې طالب ختم کړ او نه ته په خېټه موړ شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close