ويسا: ارګ  د حمدالله محب په څېر له نیمه افغانانو نه ډک دی

ويسا: چارواکي هم ځان سپکوي هم ولس

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)

له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې د ننې ورځې سرمقاله تر دغه عنوان لاندې خپره کړې (چارواکي هم ځان سپکوي هم ولس) او ويلي يې دي چې د ملي یووالي په نوم جوړ شوی حکومت له پيله ناکام او د مسائلو د حل پر ځال له لومړي سره په ملت بوج دی.

سرمقاله کې د سولې پر وړاندې د ولسمشر غني او ډلې مخالفت ته کتنه شوې چې په وينا يې (د سولې پر خلاف کوم دریځ غوره کړی او په کوم ډول چې ولسمشر غني او ډله یې د هېواد وقار او عزت د خپلو کرسیو او واک د دوام لپاره په داو کوي د داسې جفا لږ ساری لیدل کېږي).

دغه راز په مقاله کې د بلخ وروستي امنيتي وضعيت ته اشاره شوې چې په وينا يې د حکومت قانوني موده پای ته رسېدونکې ده خو په ناوړه ډول يې په ګومارنو لاس پورې کړی چې ښکاره بيلګه يې په بلخ کې د امنیه قومندان ټاکل او پوليس د اولس پر خلاف کارول دي.

په مقاله کې امریکا ته د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب سفر او د هغه د څرګندونو یادونه شوې زياتوي دغه سفر يوازې د دې لپاره و چې د خليلزد او طالبانو تر منځ د سولې روان بهير شند کړي.

په سرمقاله کې د حمدالله محب هغه خبرې راخيستل شوي چې ويلي يې و (که امریکا له طالبانو سره سوله کوي د سپتمبر د ۱۱ مې د قربانیانو سپکاوی کوي) خو د ليکوال په باور کوم افغان به دومره ذلیل شي چې د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې د سلګونو زره افغانانو قرباني هېڅ وبولي، د ورځې تر دوه سوه افغانانو چې وژل کېږي د هغو دې هېڅ پروا و نه لري، خو د پردیو پوځونو د وحشت د دوام لپاره دې داسې استدلال وکړي چې ګواکي سوله مو د سپتمبر د ۱۱ مې د قربانیانو سپکاوی دی.

د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې ارګ د حمدالله محب په څير له نيمه افغانانو ډک دی. د جګړې ډيری قربانيان افغانان دي خو د ليکوال په وينا ” خرمستۍ هغه یاران کوي چې کورنۍ او د وژوند هست او بود یې ټول په بهر کې دي”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close