ويسا: افغانستان د امريکا د وحشتونو او جنګي وسلو د تجربو پر ډګر بدل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳) څو ورځې مخکې امریکايي رسنيو راپور ورکړ، چې امريکا په افغانستان کې د نويو وسلو تجربه کوي او خپلو عسکرو ته يې داسې مرمۍ ورکړي چې په نښه شوی کس وژل کېږي نه خو د مرمۍ د چاودېدو سره يو ډول ګاز خارجيږي چې انسان بېهوښه کوي.

ويسا په خپلې سرمقالې کې ليکلي، په يادو مرميو کې کيمياوي مواد کارول شوي په خبره يې چې ” د روغتيايي چارو كارپوهان يې د سرطاني او نورو خطرناكو ناروغيو سبب بولي.”

ويسا د امريکا له لوري د ننګرهار په اچين کې د “موربم” کارولو، د نويو وسلو تجربه کولو او د امريکايي چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې ويلي چې وايي په يوه کال کې يې په افغانستان کې له څلور زرو زيات بمونه غورځولي او “موربم” يې شمالي کوريا ته د پيغام ورکولو لپاره کارولی زياتوي له يادو څرګندونو ښکاري چې امريکا سره امنیتي تړون د افغانستان په زيان دی او نه يوازې جګړې او مرګونه زيات شول بلکې” عملاً يې هېواد د يوه لوى ځواك د جنګي ماشين د تجربو پر ډګر بدل كړی دی.”

ويسا ليکي: که په هېواد کې د سرطاني ناروغيو كچه له پخوانيو كلونو سره پرتله شي له ورايه ښكاري چې زموږ د هېواد ژوند او طبيعي چاپېريال له سخت خطر سره مخ دى.

ويسا له امريکا سره شوی امنیتي تړون ستره جفا بللې او په هېواد کې د امريکا په ټولو وحشتونو کې يې د ملي يووالي حکومت چارواکي شريک بللي زياتوي: “دا چې د جان كيري په نوښت د جوړ شوي حكومت مشرتابه د لوړې پر دوهمه ورځ دغه تاريخي جفا وكړه او له امريكا سره يې داسې امنيتي تړون لاسليك كړ چې هېڅ باضميره انسان به يې و نه مني، طبيعي ده چې د امريكا په ټولو وحشتونو او جنايتونو كې همدغه چارواكي شامل دي”.

د سرمقالې لیکوال کاږي، امنيتي تړون د افغانستان لپاره له مرګونو او بدمرغيو پرته بله ګټه نه لري، اړتيا شته چې پر تړون له سره غور وشي کنه د امريکايي وحشتونو دوام به افغان ولس د يوه لوی ځواک د موخو قرباني شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close