ويسا: امنيت شورا په هېواد کې د جګړې له څرنګوالي ناخبره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۶)

د راپورونو له مخې، د ګډ حکومت د ملي امنيت شورا ځواکونو ته امر کړی چې د وسلو پر وړاندې عمليات زيات کړي څو د اولسي خلکو او د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه راټيته شي.

د امنيت شورا وياند طارق ارین په يوه ويډيو کلپ کې ويلي: “دغه پريکړه د ولس د خونديتوب او د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچې د راټيټولو په موخه ترسره شوې”.

خو د ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امنيت شورا يادې پريکړې ته په اشارې ويلي، چې دغه ډول امر کول په دې معنا دی چې “امنيت شورا په هېواد کې د جګړې له څرنګوالي معلومات نه لري” زياتوي یاده شورا يواځې پر اټکلونو او فرضيو حکمونه کوي، يا خو په ورته ډول څرګندونو اولس دوکه کوي.

ورځپاڼه ليکي، د افغانستان له نيمې پر زياته خاوره حکومت واک نه لري او د طالبانو تر حاکميت لاندې ده په وينا يې که دغه ډول سيمو کې عمليات زور اخلي نو طبيعي ده چې وچو سره به لامده سوځي او مرګ ژوبله به ورسره لا زياتيږي.

د مقالې د ليکوال په باور، دا چې هره ورځ د حکومت د واک ساحه راتنګيږي او سيمې وسله والو ته پريږدي زياتوي ” حکومت هلته بريدونه زياتوي پايله بيا همدغه ده چې په ټوله کې به د افغانانو ميندې او خويندې د خپلو عزيزانو به وير ناستې وي”.

دا چې په وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو شپني ځمکني او هوايي عمليات زيات شوي ورسره د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

ويسا لیکي، له حکومت او نظام څخه د ولس بېزري، کمزوری مديريت، فساد، بې کفايتي، د جګړې دوام تر پوښتنې لاندې راتلل، د بهرنيو ځواکونو وحشتونو او نور ډير ورته ډول اعمال هغه څه دي چې اولس يې د مرګ پر ډګر درولی زياتوي په (په دغسې حالت کې که د بهرنيانو لخوا وي او که پخپله د افغان ځواکونو لخوا د جګړې توندول ولس ته د مرګ ژوبلې د زيات اړولو په معنا ده.)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close