ويسا: پر ډيورنډ تاسیساتو جوړولو سره امريکا، ارګ او سپيدار ماڼۍ موافق دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۶)

له کابل څخه خپرېدونکې ويسا ورځپانې په خپله سرمقاله کې د امريکا د کانګريس د غړي هغه څرګندونو ته اشاره کړې چې تيره ورځ يې يوې غونډې ته وویل چې امريکا دې له افغانستان سره خپلې مرستې د ډيورنډ کرښې تر رسميت پېژندلو پورې مشروطې کړي.

د کانګریس غړي براډ شېرمين هغې ناستې ته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز هم پکې ګډون درلود وويل: “امريکا دې خپلې مرستې د ډيورنډ کرښې په رسميت پيژندلو پورې ځکه محدودې کړي چې د دې لانجې له حل پرته ستونزمنه ده چې مونږ مخکې ولاړ شو، اسلام اباد فکر کوي چې هند په افغانستان کې د پاکستان په پرتله زيات نفوذ لري، او د دې کرښې په رسميت نه پېژندل د هند په ګټه دي.”

ويسا په خپله سرمقاله کې ليکلي چې د براډشېرمين څرګندونې دا ثابتوي چې له امریکا سره د امنیتي تړون په باب چې د واشنګټن اردليانو کوم استدلال کاوه، خبره د دې برعکس راووته (د وحشتونو تجربې په افغان خاوره کېږي خو امتياز يې پاکستان ته ورکول کېږي).

د ويسا په وينا، دا يواځې د براډشېرمين څرګندنې نه دي او تر شاه يې د امریکا د حکومت تاييد هم شته زياتوي دغه ډول څرګندونې (دا ثابتوي چې د ډيورنډ په اوږدو کې په تېرو څلورو کلونو کې چې پاکستان کوم تاسيسات جوړ کړي، کوم تحرکات يې درلودل هم امريکا ورسره موافقه ده او هم ارګ او سپېدار ماڼۍ.)

په سرمقاله کې راغلي، پر ولس داسې خلک تپل شوي چې د امریکا هيڅ ناروا، او بې اصولۍ ته د ځواب ورکولو جرئت خو نه شي ورکولی بلکې له هغوی سره په ورته ډول ټولو معاملو کې شريک ښکاري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close