وکيلان: د دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت مسوولين بې کفايته دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰)

د ولسي جرګې غړو په داسې حال کې د دفاع او کورنيو چارو وزارت مسوولين بې کفايته وبلل چې د درېیو امنيتي ادارو مشران نن د جرګې استجوابيه غونډې ته وربلل شوي و خو هغوی حاضر نه شول چې د استازو پوښتنې ځواب کړي.

که څه هم د يادو وزارتونو مسوولينو ويلي چې دوی په تېره غونډه کې پارلمان ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړي او دمګړۍ د جګړې په رهبرۍ بوخت دي نه شي کولی چې بيا ځل د جرګې استجوابيه غونډې ته حاضر شي خو د جرګې غړي وايي د امنيتي ادارو مشرانو وربلل د هغوی قانوني حق دی او د نه حاضريدو پر وخت هغوی قانون تر پښو لاندې کوي.

د ولسي جرګې غړو څو ورځې مخکې د دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس برمک او د امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزی وربللي و.

په عين حال کې د جرګې غړو د يادو امنيتي ادارو مسوولين بې کفايته او بې تجربې وبلل.

په جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ایوبي د کورنيو چارو وزارت او دفاع وزارت د امنيتي ځواکونو له قتلګاه سره تشبيه کړه او ويې ويل هره ورځ د سرتيرو لسګونه تابوتونه له ولايتونو پلازمينې ته انتقاليږي چې د هغوی جسدونه پکې وي.

د ایوبي په خبره، په يادو وزارتونو کې د بې کفايته او بې تجربې مشرانو شتون د دې لامل ګرځېدلی چې هره ورځ له سلو زيات عسکر د طالبانو په لاس وژل کېږي.

هغه زياته کړه: که يو پلاوی د کابل هوايي ډګر ته ولېږل شي، وبه ګوري چې هره ورځ له مختلفو ولايتونو لسګونه د امنيتي سرتيرو جسدونه پلازمينې ته راوړل کېږي.

دغه راز د غزني د خلکو استازي علي اکبر قاسمي هم د سرتيرو په وژل کېدو خواشيني وښوده او د دغه ولايت د سقوط ويره يې څرګنده کړه په خبره يې په تېره يوه مياشت کې يواځې په غزني ولايت کې شپږ سوه اتيا عسکر او پوليس وژل شوي دي.

همدارنګه ځينو وکيلانو د بهرنيانو له خوا په عامو خلکو بمباري د هغوی قصدي عمل وباله او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو کړنو بمباريو او عملياتو مخه دې ونيسي.

د کندوز د خلکو استازي کمال ساپي وويل، بهرنيان په لوی لاس د جګړې اوږدول غواړي او په بمباريو سره غواړي چې خلک اړ کړي ترڅو وسلې وسلې راواخلي او له دولت سره واټن پيدا کړي.

په وروستيو کې په ننګرهار، پکتيا، لوګر سربيره، تېره ورځ په کندوز کې هم ګډو ځواکونو پر ملکي خلکو هوايي بريدونه وکړل چې له کبله يې شل ملکي وګړي ووژل شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close