ویده شهزاده چې له 14 کلو راهیسې بیهوشه دی

عبد الله صدیقي

دا د سعودی عربستان د شاهی کورنۍ غړی دشهزاده خالد بن طلال ځوی دی چې په کال 2005 میلادي کې د عالی تحصیلاتو په موخه یې لندن ته سفر وکړ، هلته له یوې ترافیکي پیښې سره مخ شو، چې سر ته یی دروند ټپونه ورسیدل، هغه روغتون ته د بیهوشۍ په حالت کې ولیږدول شو او 48 ساعته وروسته ډاکټرانو وویل، چې دی مړ دی، خو هغه مړ نه بلکې بیهوشه و او تر اوسه پورې بیهوشه دی.
د هغه خوراک څښاک ټول مصنوعي دی، ډیر وخت د لندن په روغتون کې و بیا ریاض ته ولیږدول شو.
په کال 2015 ميلادي کې یې پلار فیصله وکړه چې هغه له روغتونه کور ته انتقال کړي، ترڅو له نږدې نه یی پالنه وکړي، نوموړی د پلار په کور کې په یوه ځانګړې خونه کې چې د هغه لپاره تیاره شوې د پوره بیهوشۍ په حالت کې وخت تیروي. هغه ته خلک ویده شهزاده وایي.
ډاکټرانو څو کرته جراحې عملیات ورته وکړل ترڅو له بیهوشۍ نه هوش ته راشي، خو تر اوسه یې ټول عملیاتونه ناکام شوي دي.
د سعودي شاهي کورنۍ ځینې غړی په دوامداره توګه د هغه لیدو ته ورځې، شهزاده ولید بن طلال، چې د ده تره او په نړیواله کچه سرمایه دار دی، د بند نه تر ایله کیدا سملاسي لومړی د خپل بیهوشه وراره لیدو ته ورغلی و.
ډاکټران تابیا لري چې یو عملیات ورته په ماغزو کې هم ترسره کړي، چې ډیر پیچلی به وي، ګوندې له بیهوشۍ نه هوش ته راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close