ویریږمه – سعادت کلیوال

سعادت کلیوال

 

توره تروږمۍ رانه چاپیره ده ویریږمه

یاره کلمه دې رانه هیره ده ویریږمه

 

ای زما یوسفه ستا لیدو پسې به ړوند شمه

مه ځه له کنعانه مې څه ویره ویریږمه

 

هسې نه منزل ته په مزل مزل کښې ورک شمه،

خدایه قافله هم رانه تیره ده ویریږمه

 

ای په غرو فناه جانانه څه به سره ووینو؟

لار او فاصله مو منځ کښې ډیره ده ویریږمه

 

ښکاري چه ګلاب د خزانونو چم ته کډه شو

نن یې ژیړه پاڼه رابرسیره ده ویریږمه

 

لاس راکوه یاره! ټول زخمي یم وینې، وینې یم

پښه مې د ستم اغزو کښې ګیره ده ویریږمه

 

تږی سعادت د یوه څاڅکي په ارمان یمه

ځانته یم صحرا، او یوه بیره ده ویریږمه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close