ویسا: د سعودي غونډې د افغان غميزې په باب كمزوري اړخونه درلودل

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)

د کابل چاپ ویسا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په هیواد کې د وروستیو ناکراریو او د ګډوځواکونو له خوا د ملکي اهدافو په نښه کولو په اړه بحث کړی.

ورځپاڼه د سعودي غونډې ته په اشارې سره وایي چې د سعږدي غونډه کې د روانط غمیزې اصلي طرف ته چې امریکا ده هیڅ اشاره نه ده شوې “هلته خبره يوازې د طالب د بريدونو وه، په داسې حال چې اصلي لوبه د بل چا ده. يوازې د طالبانو مسأله نه ده، امريكايي ځواكونه د افغان غميزې تر ټولو مهم اړخ دى چې آن طالبانو او د حكومت نورو وسله والو مخالفينو ته د بريدونو او جګړې پلمې په لاس وركوي“

ورځپاڼه زیاتوي؛ طالبان هېڅكله هم د عامو افغانانو مرګ ژوبله نه توجيه كوي، خو حكومت د زرمت او خوګياڼيو د وروستيو بريدونو او د بې ګناه مرګ ژوبلې لپاره څه جواز لري؟.
ورځپاڼې د زرمت پیښه را اخیستې چې په لوی لاس د ملکي خلکو کور دوه ځله بمبار او لسګونه بیګناه هیوادوال په کې ووژل شول “په زرمت كې پر كور دوه ځله بمباري شوې، دا څومره له وحشته ډك عمل دى، د دغسې اقداماتو غبرګون حتمى دى.“
د ورځپاڼې په باور؛ دغه مرګ ژوبله ثابتوي چې د سعودي په غونډه كې د افغان غميزې په باب بحث كمزوري اړخونه درلودل
ورځپاڼې د حکومت پلوه کسانو له خوا د پیښې غندونکو ته د سپکو سپورو د ویلو په باب ویلي “ د افغان ولس بدمرغي ده چې په غبرګون كې يې هم دوى قرباني وركوي.“
ویسا ورځپاڼې ویلي؛ حکومت د د ولس د غميزې د ريښتينو حل لارو پر ځاى د امريكایي بادار اجنډاوې پلې كوي او د جدې او مکې مکرمې نمایشي غونډو ته سوژې برابروي.
د مقالې لیکوال په پای کې لیکي “نور نه له چارواكيو سره د سولې اراده شته او نه يې تر شا له ولاړې امريكا او ناټو سره“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close