ویسا: هغه کسان چې جګړه کې یې ګټې خوندي دي د سولې مخالفت کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۶)

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ویلي، طالبانو ته د ناستو پرمهال د مشروعیت ورکولو او نه ورکولو وختونه تیر شوي او دغه کیسې اوس افسانې ښکاري.
ورځپاڼه وایي“ طالبان او س له هغو پړاوونو تېر شوي چې مشروعیت لري او که نه، طالبان د افغان ولس یوه برخه وو او دي. دوی پر سیاسي ډګر هغه مهال د یوه ځواک او لوري په توګه مطرح شول چې په قطر کې یې د سیاسي دفتر د پرانیستلو مساله مطرح شوه“
د ورځپاڼې په باور که اوس هم کومه ډله او یا کوم چارواکي طالبانو ته د داسې دښمن په سترګه ګوري چې باید په هر صورت یې بشپړ له منځه یوسي. دا نه یوازې خوب او خیال دی، بلکې یوازینۍ معنا یې همدغه ده چې افغانان باید د ورځې تر دوو سوو تنو پورې ووژل شي او جګړه به دوام کوي.

ورځپاڼه وایي سوله زموږ د ولس ستر ارمان دی. یوازې هغه څوک یې مخالفت کوي چې د جګړې په دوام کې د دوی ګټې او امتیازات خوندي دي.
دیادونې وړ ده چې افغان حکومت د مسکو له ناستې سره مخالفت ښوودلی او اندیښنه یې څرګنده کړې چې دغه ناسته به د حکومت مشروعیت له منځه یوسي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close