ویډیو: امام له سختې زلزلې سره سره لمونځ پوره کړ

اندونیزیایۍ رسنیو د تیرې ورځې د سختې زلزلې پر مهال د یوه جومات د امام او د هغه د ځینو مقتدیانو ویډیو خپره کړې ده.

دا ویډیو، چې د یوې نصب شوې کېمرې په وسیله ثبت شوې، د نړۍ او اندونیزیا په خواله رسنیو کې زیاته لاس پر لاس شوې ده. په ویډیو کې ښکاري چې امام خپلو مقتدیانو ته د ماسختن لمونځ ورکوي او د دویم رکعت د قراءت پر مهال زلزله پیل کېږي.

د زلزلې پر مهال جومات زیات ښوري، چې له ویرې یې ځینو مقتدیانو لمونځ پرېښود، خو امام یواځې لاس پر دېوال تکیه کړي او تر پایه لمونځ پوره کړي. نور مقتدیان هم وروسته بېرته لمانځه ته راوګرځي.

د دې زلزلې قوت د ریختر په کچه ۷ درجې و، او د اندونیزیا په سوېل لومبورګ ټاپو کې شوې ده. د زلزلې له امله د نږدې ۹۲ کسانو د  وژل کېدو او د سلګونو نورو د ټپي کېدو تر څنګ زرګونه کورونه زیانمن شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close