ویډیو: داسې موټرسایکل چې چلوونکي ته اړتیا نه لري

تر دوو کلونو پرلپسې زیار وروسته، المان د یوه داسې موټرسایکل پر جوړولو توانېدلی چې له چلوونکي پرته نه یوازې خپل توازن ساتلای شي بلکې په زیاته چټکتیا سره مزل هم کوي.

د دې موټرسایکل لومړۍ نمونه بي ایم ډبلیو شرکت جوړه کړې او د BMW R1200GS نوم یې ورکړی دی.

دا موټرسایکل د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله خپل ځان کنټرولوي. بريکونه یې خودکاره (اتومات) دي او، د تولیدوونکي شرکت په خبره یې، په اضطراري حالاتو کې هم خپل توازن ساتلای شي.

د بي ایم ډبلیو په وینا، دا موټرسایکل دا مهال د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې خلک پرې سپاره شي او ويې ځغلوي، بلکه اوس یوازې او یوازې د ازمویښت او په دې ډګر کې د لا زیاتو تجربو ترلاسه کولو لپاره ډیزاین کړل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close