ویډیو: له ترکیې د شړل کېدو پر مهال اسراییلي سفیر تالاشي کړای شو

عزیر اسدخیل

په ترکیه کې اسرائیلي سفیر ایتان نائیه مجبور کړای شو څو د استانبول د اتاتورک په هوایي ډګر کې د ترکیې نه تر شړل کیدو لږ دمخه د انقرې د امر د تطبیق سره سم تالاشي ورکړی، دا کار د غزې په تړانګه کې د تیرې دوشنبې د ورځې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د لسګونو فلسطینیانو د وژلو او په سلګونو نورو د ټپیانولو د جنایت په عکس العمل کې ترسره شوی دی.

کله چې اسرائیلي سفیر په انقره کې د اتاتورک هوایی ډګر ته ورسیدو نو د عامو مسافرینو په انتظار خونه کې د الوتکې د الوت لپاره منتظر کښینول شو او اجاره ورنکړای شوه څو په هغه انتظار خونه کې کښیني چې د رسمي لوړو پوړو چارواکو لپاره ځانګړې شوې ده، نوموړی مجبور کړای شو څو د عامو مسافرینو ټکټ هم واخلي.  

مخکې له دې چې په الوتکه کې سپور شي اسرائیلي سفیر نائیه د پولیسو مخې ته د نورو مسافرینو سره یو ځای په قطار کې ودرول شو، او د عامو خلکو په څير ورڅخه تالاشي واخیستل شوه، دا هغه څه دي چې له دپلوماتانو پرته له نورو ټولو خلکو سره ترسره کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د استانبول په هوایي ډګر کې د امریکایی سفیر سره د دا ډول چلند ویډیو لاس په لاس کیږي چی یو شمیر خلکو بیا دغه ویډیو ټویټر ته هم لیږدولې، ځینو ورباندې د تایید او ځینو نورو بیا د انتقاد تبصرې کړې دي.  

ترکیې په استانبول کې د اسرائیلي کونسلر یوسف سفري لیفي نه هم غوښتی څو دغه هیواد ترک کړي او دا اقدام یې د تل ابیب لخوا په قدس کی د ترکیي کونسلر حسنو غورجان ترک اوغلو د ویستلو په عکس العمل کي کړی دی، تر دې د مخه انقري په اسرائیلو کې خپل سفیر کمال اوکم د غزې تړانګې د خونړیو پیښو نه وروسته خپل هیواد ته ورغوښتی و.  

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close