ویډیو: یوه عراقي حاجي مسجد حرام کې ځان وژنه وکړه

د عراقي حکومت د حج چارو ادارې ویلي چې یوه عراقي حاجي د حج د مراسمو ادا کولو پر مهال ځان وژنه کړې ده.

د الجزیره ټلوېزون د خبر له مخې،  د دې ادارې ویاند، حسن الکناني، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې عراقي حاجي د طواف له پورتني چته پر ځمکه په ټوپ راوهلو سره ځان وژنه کړې ده.

ښاغلي الکناني زیاته کړې، ”په کوم هوټل کې چې دا حاجي اوسېده د هغه ځای عراقي حاجیان وايي چې نوموړی له عصبي ستونزو کړېده، چې څو میاشتې وړاندې د خپل یوه زوی تر مړینې وروسته ورته پیدا شوې وې.“

بل خوا، سعودي رسنیو د مسجد حرام د امنیتي ځواکونو د یوه ویاند له خولې لیکلي چې دې عراقي حاجي د طواف له پورتني منزله پر ځمکه راټوپ کړ او ځان یې وواژه.

نوموړي زیاته کړې چې حاجي پر ځمکه تر راغورځېدو سمدستي وروسته ومړ، او دوه نور حاجیان ټپیان شول، چې وروسته روغتون ته انتقال شول او حالت یې د ډاډ وړ دی.

دا لومړی ځل نه دی چې یو حاجي په مسجد حرام کې ځان وژنه کوي، په تېره جون میاشت کې هم یوه فرانسوي حاجي له لوړ منزله په راټوپ کولو سره ځان وواژه او یوه بل سعودي وګړي د کعبې شریفې مخې ته د ځان سوځولو هڅه وکړه خو وروسته امنیتي عسکرو ونیو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close