ویکي لیکس: په ۲۰۰۹زکال کې اشرف غني د ګډ حکومت طرحه و ړاندې کړې وه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) زرغون خوږیاڼی

د ویکي لیکس له لوري په خپاره شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې اشرف غني په ۲۰۰۹زکال کې د حامدکرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د ګډ حکومت جوړیدو طرحه وړاندې کړې وه.

په ښکاره توګه په ۲۰۱۴ کال کې د ګډ حکومت رامنځته کېدل د ټاکنو د جنجالي کېدو پایله ګڼل کېږي، خو د ویکی لیکس تازه رسوایې ښيي، چې محمد اشرف غني د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې امریکایانو ته د ګډ حکومت د جوړولو طرحه وړاندې کړې وه.

د ویکي لیکس له لوري خپاره شوي پټ اسناد څرګندوي، چې په ۲۰۰۹ کال کې دویم پړاو ته د ولسمشریزو ټاکنو له تلو وړاندې د سپټمبر پر ۱۹ مه نېټه محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا سفیر ایکن بیري ته وویلي وو، چې د ده په باور عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې ګډون نه کوي، نو له همدې امله اشرف غني د امریکا سفارت ته یوه څلور ماده يي طرحه وړاندې کړه، چې یو وړاندیز پکې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون د ایتلافي حکومت جوړول و چې په کې به شمالي ټلوالې ته پوره برخه ورکول شي.

دغه پټ راز ښيئ، چې اشرف غني د امریکا سفیر ایکن بیري ته ویلي وو، چې حامد کرزی تر ډيره د امریکا د پوځي حضور په تړاو د ستراتیژیکو پرېکړو پر خلاف خپلو پریکړو ته ارزښت ورکوي، نو ځکه اړتیا لیدل کیږي چې په افغانستان کې د امریکایانو د حضور لپاره ګډ حکومت رامنځته شي.

ویکي لیکس ویلي، چې د اشرف غني په طرحه کې ویل شوي وو، د امریکا متحده ایالات دې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون یو ایتلافي حکومت جوړ کړي، دا به یوازې د اشخاصو ترمنځ معامله وي خو د حکومت په بڼه کې به ساختاري او اجرایوي بدلون نه راځي. عبدالله د شمالي ټلوالې پوره استازي توب نه شي کولی او هم له دې لارې کولی شو ډاکټر عبدالله حامد کرزی ولوبوو.

د ویکي لیکس رازونه وايي، چې د وخت ولسمشر حامد کرزي د امریکایانو دې لوبې ته منفي ځواب ورکړ او د حکومت په جوړښت کې یې د امریکایانو یاده طرحه ونه منله.

ياد اسناد ښيي، چې غني د دې په ګډون خپل څلور واړه وړانديزونه د افغانستان له پاره خطرناک بللي و، خو امريکايي سفير ته يې ويلي و، چې ژر يا وروسته به ګډ او ایتلافي حکومت جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ نیم په نیم ویشل شوي ګډ حکومت څخه ۷۱سلنه ولس بیزاره اوناهلی دی او همدارنګه د شویو نظر پوښتنو پر بنسټ په هیواد کې اداري فساد ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

د ویکي لیکس د اسنادو مطابق ویل کیږي، چې د ګډ حکومت رامنځته کیدل د جانکیري طرحه اونوښت نه و، بلکې دا د اشرف غني پخوانۍ طرحه وه چې امریکا ورته لار و مونده او د ګډ حکومت په جنجالي دور کې یې د امنیتي بدنامه تړون ته لاره هواره او پر غني لاسلیک کړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close