ویکیلیکس په کندز کې د پې پولو ډاکټرانو نومي روغتون باندې د بمبارۍ ویډيو ترلاسه کولو لپاره ۵۰ زره ډالر جائزه اعلان کړه

کابل ټکی کام فرید احمد
ویکیلیکس د کندز ښار د «بې پولې ډاکټرانو» نومي روغتون د بمبارۍ د ویډیو ترلاسه کولو لپاره جائزه اعلان کړې ده
د ویکیلیکس ادارې مشرتابه، چې نړیوال رسواکوونکي اطلاعات خپروي، اعلان کړی دی چې هغه چا ته به ۵۰۰۰۰ ډالر جائزه ورکوي چې د افغانستان په کندوز ښار کې د « بې پولو ډاکتران » نومي د روغتون د بمبارۍ ویډيویي او غږیز توکي ورکړي.
د ویکیلیکس په رسمي سایټ کې د همدغه خبر د ورکولو په ترڅ کې ویل شوي دي: موږ د ټاکل شوې جایزې نغدي اندازه، د دې پاره ۵۰ زرو ډالرو ته لوړه کړې ده چې د پیلوټ له کابین څخه اخېستل شوي، د بمبارۍ فلمونه او ثبت شوي غږیز توکي، د پېښې د پلټنې رپوټ او نور اړونده توکي، لکه د بمبارۍ پر مهال د وسلو د کارولو چلېدونکي قواعد لاسته راوړو.
دا ويډيو ځکه په دومره ګرانه بیعه پېرودل شي چې په سیمه کې دا تر ټولو بده پېښه وه او د امریکا د دولت په ټنډه یو لوی تور داغ دی، او ددې پېښې په اړه پوره شواهد چې څنګه او ولې دا ځای په نښه شو ندي ترلاسه شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close