يمن کې حوثيانو د سعودي ۱۰ پوځيان وژلي دي

کابل ټکی کام ۱۵ وږی

راپور قدرت الله حسین

سعودي چارواکو ويلي دي، چې تېره ورځ يې په يمن کې د وسلې په يوه زېرمتون کې د چاودنې له امله۱۰ پوځيان وژل شوي دي.

د دغو ۱۰ سعودي پوځيان په وژل کېدو په تېرو څو ورځو کې د حوثيانو پر ضد د عرب هېوادو د ايتلاف د ۶۰ پوځيانو وژل کېدل پوره شول.

حوثیانو له دې وړاندې پر يوه پوځي مرکز په بريد کې د عربي اماراتو ۴۵ پوځيان او په يوه بل جلا بريد کې د بحرين ۵ پوځيان وژلي وو.

عربو هېوادو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې په دا ډول مرګ ژوبلو به یې ارادې سستې نه شي او خپله دنده به پرمخ يوسي.

حوثيانو د دغې پېښې پړه پر غاړه اخستې ده او دا يې د عرب هېوادو پوځيانو ته يو کوچنی پيغام بللی دی.

هغوی زياته کړې ده چې په هر وخت کې د ورته نورو بريدونو د ترسره کولو توان لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close