يوازې امريکايان نه، دولتيان هم له افغان وژنې خوند اخلي

تميم توفيق
په دې وروستيو کې چې په نظامي او سياسي ډګر کې د طالبانو د برلاسي ګنګوسې خورې شوې او د امريکايانو او ايتلافيانو د ناکامۍ اوازې ګډې شوې دي، بهرنيو او کورنيو مزدورو عسکرو يې ورسره سم په افغان وژنه پيل کړی دی. هره ورځ د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه د دوی د وحشتونو خبرونه او انځورونه ګورو، چې هغه د چا په خبره د يو غم ټغر مو لا ټول شوی نه وي، چې په بل مو واړوي.
په دې اړه ازادو رسنيو ډير مستدل راپورونه نشر کړي دي او ټولنيز رسنۍ هم له بوږنونکو انځورونو ډکې دي او آن امريکايانو هم ورباندې مقالې وليکلې، خو متأسفانه چې د رسنيو په نوم ادارو ورته هيڅ توجه نه ده کړې او دغه د ګردو نړيوالو نورمونو خلاف عمل يې تر اوسه پورې نه غندلی او نه يې حتی خبري پوښښ ورکړی دی.
د وروستيو دردونکو عام وژنو په هکله د ويلم اسټور په نوم يو امريکايي متقاعد ډګروال په خپله ليکنه کې کاږلي چې دوی امريکايان له ډير وخت راهيسې خشن، متشدد او جګړه خوښي خلک پاتې شوي او وژنې او وينې تويول يې خوښيږي، نوموړي په امريکايي ولس غږ کړی چې راويښ شي او حکومتونو د جګړې له پراخولو راوګرځوي.
نوموړي له امريکايي توب سره سره د انساني همدردۍ له مخې په يادو وحشتونو خوا بده کړې او د خپلو چارواکو دغه پاليسي يې غندلې ده، مګر په موږ کې داسې ډير کسان شته چې د امريکايانو په څير له دې وژنو او بربادۍ خوند اخلي، دا خلک له پوځي ليکو رالرې، په اديبانو او ژورنالستانو کې هم خورا ډير ترسترګو کېږي.
ويلم اسټور خبر نه دی چې دلته له خپلو امريکايي داړه مارو بادارانو په کراتو زيات وحشي غلامان شتون لري، چې کورونه، مساجد، مدارس، مکاتب او نور عام المنفعه تاسيسات نړونه خو پر ځای پرېږده، په ماشومانو او ښځو يې هم رحم نه راځي او په دومره بې دردۍ يې وژني، چې په ليدو يې آن امريکايي تاريخي خشن، متشدد او جګړه مار هم اوښکې تويوي.
دلته داسې پېښې په ځلونو رامنځته شوې چې حتی امريکايي نظاميانو يې په اړه خواشيني څرګنده کړې، خو دولتي چارواکو، نظاميانو او ملکيانو او دغه راز د رسنيز ډګر اجيرانو پرې خوند اخيستی وي او د خپل دې بې رحمانه عمل لپاره د توجيهاتو په لټه کې وي.
په نژدې شپو کې چې په ننګرهار کې څو ځله، په زرمت، ميدان وردګ او تيره ورځ د غزني په واغظ او د پکتيکا په نکه کې کوم وحشتونه ترسره شول، په ټولو يې دولت او دولتي مزدورانو خوند اخيستی او د دې غير انساني اعمالو په ليدلو يې زره هومره رحم نه دی تر سترګو شوی.
موږ ولس به هيڅکله هم له امريکايي وحشيانو ګيله ونکړو، د ګيلې ځای مو له پخوا معلوم دی. له دې وړاندې هم چې په موږ د کومو خشنو او متشددينو لخوا چپه ميچنې چلول شوې دي، لامل يې زمونږ خپل بې وجدان او بې رحمه غلامان دي، چې هر وخت يې هم د پردي په لاس زمونږ له وژنو خوند اخيستی او هم پخپله زمونږ په وينو چاغ شوي دي.
په دې اړه مو مظلوم او بې دفاع ولس ته مشوره دا ده، چې که غواړې له روانو وحشتونو سر او مال وژغوري، لومړی دې د خپلو بې ضميرو اشخاصو چاره وکړي، هغوی که نظامي ليکو کې دي او که په ملکي ادارو او رسنيز ډګر کې د بشر خورو غربيانو په خدمت بوخت دي، ګنې تل به همداسې بنديانيږي، شکنجه کيږي، وژل کيږي او ژړيږي او د غم غوړېدلی ټغر به يې کله هم ټول نشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close