يوسفزی وايي طالبان د سولې له پلوه د حکومت په اړه پر امريکا ډېر باور لري

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) الماس خدرخیل

له تېرو لسو کلونو راهيسې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې په ځلونو رسنيو سره شريکې شوي دي، خو کومه مثبته نتيجه يې نه ده ورکړې، يواځې د مطبوعاتو د سر ټکي ګرزيدلي.

تېره ورځ د نيوزويک مجلې خبريال سميع يوسفزي له اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل، چې د طالبانو د قطر د دفتر تړل کېدو وروسته د طالبانو پر افغان حکومت اعتماد کم شوی، دوی غواړي چې د سولې په خبرو کې امريکا د يو ضامن په توګه دخيله کړي.

نوموړی چې د طالبانو فعاليتونه له نږدې څاري وايي، چې طالبان په دې هڅه کې دي چې خپله سياسي ډله قوي کړي، د نوموړي په وينا دوی جنګي تجربه لري خو سياسي تجربه يې کمه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې یو ورځ وړاندې افغان حکومت په وسله والو طالبانو د بين الافاني سولې غږ کړی، خو افغان طالبانو له حکومت سره خبرې رد کړي دي.

د نيوز ويک د مجلې خبريال وويل:  ((طالبان پدې پوهيدلي چې نړيواله ټولنه او امريکا په سياسي او اقتصادي لحاظ د افغانستان لوی ملاتړي دي، نو په همدې لحاظ د سولې په خبرو کې نظر افغان حکومت ته د نړيوالې ټولنې او امريکا دخالت غواړي او پری باور لري)) .

که څه هم نوموړی د ګل بدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي سره روغه جوړه عملي نه بولي، خو وايي ښه به دا وي چې د حکمتيار په مشرۍ د حزب سره د سولې خبرې بريالۍ او عملي کړي دا به د افغان حکومت لپاره ښه چانس وي.

په دې وروستيو کې د افغان طالبانو د روسيې، ايران، تاجکستان او يو شمير نورو هېوادونو سره سياسي اړيکې او د يادو هېوادونو په دې اړيکو اعتراف افغان دولت او امريکايي چارواکي ورخطا کړي دي.

چې د دوی د شکست او ورخطايې يوه بېلګه هم د امريکې ولسمشر بارک اوباما اعتراف دی، چې ويلي و په افغانستان کې (طالبانو ته ماتې نه شو ورکولی).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close