يوناما: هوايي بریدونو کې ملګي مرګ ژوبله ۷۲ سلنه زياته شوې ده

يوناما د هوايي بریدونو درې سلنه ملکي مرګ ژوبله مخالفينو ته منسوب کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳)

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يوناما دفتر وايي، د تير کال په پرتله په روان کې د هوايي بریدونو له کبله د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې (دوه پنځوس) سلنه زياتوالی راغلی دی.

يوناما نن په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هوايي بريدونو او بمباريو له کبله (يوسل نهه څلوېښت) ملکي وګړي وژل شوي او (دوه سوه څلور) نور ټپيان دي چې ډيری يې ميرمنې او کوچنيان دي.

يوناما وايي، يادو شميرو ته په کتو د تير کال په پرتله د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې (دوه پنځوس) سلنه زياتوالی دی چې (دوه پنځوس) سلنه مسوليت يې پر دولتي ځواکونو، (پنځه څلوېښت) سلنه مسوليت يې پر بهرنيو ځواکونو او دا چې مخالفين نه هوايي بريدونه کولی شي او نه بمبارۍ کولي شي خو بيا يې هم (درې) سلنه مسوليت په هغوی اچول شوی دی.

د يوناما په راپور کې يواځې هغه هوايي برید ته اشاره شوې چې درې ورځې مخکې د کاپیسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې په یوه کور ترسره شو او د یوناما په وينا چې په ترڅ کې يې د ماشومانو او ميرمنو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي ووژل شول او زيات شمير نور ټپيان شول، خو ځايي اوسېدونکي وايي په یاد بريد کې نږدې شل تنه وژل شوي او ډيری نور ټپيان شوي دي.

يوناما وايي، تر اوسه د تګاب ولسوالۍ د بريد په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي چې بهرنيانو کړی که دولتي هوايي ځواک ترسره کړی دی.

په وروستيو کې د ننګرهار په خوګياڼيو- شيرزادو، د ميدان وردګ په جغتو، د پکتيکا په څمکنيو ولسواليو کې هم ورته ډول هوايي بريدونه شوي چې نږدې سل ملکي وګړي پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي.

خو د يوناما په ګډون ډيری د بشري حقونو مدافعين او د ملکي تلفاتو د راپور چمتو کولو ادارې، چارواکي او رسنۍ يې په اړه کره معلومات نه خپروي او په اړه د راپورونو له ورکولو ډډه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close