يوه افغان په لومړي ځل برقي ځانګو جوړه کړې- د ماشوم له ژړېدو سره زانګي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۱۸) الماس خدرخیل

زانګو د ماشوم د کرارېدو لپاره مهم رول لري او هغه ماشومان چې ډېر ژاړي نو مورګانې يې په زانګو کې زنګوي، خو يو تن افغان ځوان په دې بريالی شوی، چې څنګه ميندې د کور کار لپاره اوزګارې شي او ماشومان يې په اتومات ډول د ژړېدو څخه غلي او په زانګو کې ارام خوب وکړي.

له نېکمرغه په دې وروستیو کې یو شمېر افغان ځوانانو نوي وسایل اختراع او یا یې هم په پخوانیو اختراعاتو کې زیاتونې کړې دي چې ډېری يې کاميابې شوي دي.

يوه افغان ځوان فيض الله فيض منګل په لومړي ځل داسې يوه برقي زانګو جوړه کړه، چې د ماشوم په کرارولو کې رول لري.

دا زانګو د ماشوم له ژړېدو سره سم په اتومات ډول يو لور او بل لور ته حرکت پيلوي او تر هغې زانګي چې ماشوم ارام شوی او يا اوده شوی نه وي.

نوموړی وايي، چې کله ماشوم اوده شي، نو دغه زانګو له لس يا پنځلس منټه وروسته په اتومات ډول پخپله ودرېږي.

نوموړی افغان ځوان د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې زېږيدلی او اوس مهال د دغه ولايت د ميخانيکي انسټيټيوټ په يوولسم ټولګي کې زده کړه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close