يوه ورځ به غني هم د طالب عدالت ته اړ شي

د طالبانو په قوت، پاکي او ملي و ديني ارزښتونو ته په کامله او کلکه ژمنتيا آن خپله امريکايانو هم اعتراف کړی

تميم توفيق

که له ۲۰۰۱ کال نه د امريکا د اشغال، کابل ادارې او طالبانو اړوند په سوچ او فکر شروع وکړو، نن ورځې ته په رارسيدو به دې حقيقت ته هم ورسيږو چې لکه څنګه چې د طالبانو په هکله رسنيزې ډنډورې او پوچ تبليغات کيدل، له هغو بالکل بالعکس دي، امريکا او ملګرو يې ويل چې طالبان به د زمکې له سره ورک کړي، خو طالبان ډير شول او د دوی د يرغل په وړاندې د ازادۍ مبارزه لا قوي شوه.

رسنيو د طالبانو په اړه دا پروپاګند هم کاوه چې هغوی خلک وژني او د خلکو حق غصب کوي، مګر اوس له اوريدو نه، بلکې په خپلو سترګو وينو چې طالبان خلک د همدې رسنيو له تمويلونکو امريکايانو او کابل ادارې څخه ساتي او د هغوی د حق په مخکې يې له ځانونو سپر جوړ کړی دی، تر څو يې دولتي چارواکي غصب او چور نه کړي.

د طالبانو په قوت، پاکي او ملي و ديني ارزښتونو ته په کامله او کلکه ژمنتيا آن خپله امريکايانو هم اعتراف کړی او دوی پورې تړلو رسنيو يې حتی د شفاف عدالت راپورونه هم ورکړل، چې موږ د دوی تر واک لاندې سيمو کې مشاهده کړي هم دي.

خو نن يو بل جالب خبر مخته راغی. وايي د غزني والي عبدالکريم متين له قيام الدين نومي تجار سره د هوټل په سر لانجه کې کېوتلی، والي په خپل ولايتي عدالت کې ملامت او پاتې راغلی او وروسته يې د خپل حق حاصلولو په پار د طالبانو قضا ته عريضه وړاندې کړې ده او هغوی له دښمنۍ او امريکايي يرغلګرو ته له وفادارۍ سره سره له قيام الدين څخه د ده حق اخيستی.

اوس نو هيچا ته د طالبانو په عدالت او حقانيت کې د شک ځای نشته او هيڅ د احساس خاوند به له دې څخه د پورته او قوي دليل غوښتنه ونه کړي.

شته داسې کسان چې حقايق يې په ستوني لکه د زهرو لګيږي، دوی به ممکن دې واقعيت ته هم توجيات ولټوي او که ډير بند راغلل؛ نو خپل والي به په طالب پلوۍ تورن کړي او يا به په طالب قضاوت د بډې اخيستلو تور پورې کړي، خو د دوی غورځې پرځې به د پخوانو هغو په څير هيڅ ګټمنه لاسته راوړنه و نلري؛ ځکه چې وايي: لمر په دوو ګوتو نه پټيږي.

د طالبانو هر اړخيزو بې نظيره پرمختګونو او د اشغالګرو او کابل ادارې شاتګونو ته په کتو، لرې نه ده او په ډاډ سره ويلی شو چې يوه ورځ به د اشرف غني په شمول نور دولتي چارواکي هم د طالبانو د قضا شفافې ادارې ته خپلې عريضې وړاندې کړي او د بې له ځنډه د خپلو حقوقو تر لاسه کولو هيله به ترې ولري.

دا که په چا بده لګيږي او که ښه ده، خو زمکني حقايق دی چې بايد عيان شي. نور نو هغه د عربي شاعر په خبره:

الشمس شمس وان لم یراه ضريرا

والعسل عسل و ان لم يجد طعمه مريرا

لمر، لمر دی، که څه هم ړوند يې نه ويني. او شهد، شهد دي، اګر که تريخ ستونی يې خوند نشي احساسولی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close